اکاډمیک پاړکی د سولې په بهیر کې د حکومت پالیسي جوړوونکی او تطبیقي مټ دی
«د افغانستان د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو او مرکزونو رول» کنفرانس د پوهنتونونو د رئیسانو او استادانو او د مرکزي زون د څېړنیزو او مطالعاتي بنسټونو د استازو په ګډون د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو او پروګرامونو د عمومي ریاست له خوا جوړ شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي په دې کنفرانس کې د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو رول مهم وباله او ویې ویل چې دغه بنسټونه د سولې بهیر د پیاوړتیا او ښه کېدو لامل کېدای شي.
همدارنګه ښاغلي بالاکرزي د ټولنیزې سولې د رامنځته کولو په برخه کې د اکاډمیکو پاړکو رول مهم وباله او ویې ویل چې د پوهنتون د استادانو او څېړنیزو او مطالعاتي مرکزونو لیدلوري به د مذاکراتو د بحث په موضوع کې شامل شي.
همدارنګه د قومونو چارو د انسجام مرستیال د غونډې ګډونوالو ته د سولې بهیر د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سولې مذاکراتو د پیل په اړه یې هیلهمندي څرګنده کړه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو لو پروګرامونو عمومي رئیس غلام یحیی حازم په دې کنفرانس کې وویل چې پوهنتونونه د مدني ټولنې د زېربنا په توګه د سولې په بهیر کې رولپنځوونکي دي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه پاړکي د رول اداینې لپاره اړینې آسانتیاوې برابروي.
ده د ټولنیزې سولې د رامنځته کولو په برخه کې د اکاډمیکو بنسټونو رول ارزښتناک وباله او ټینګار یې وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي چې د اکاډمیکو بنسټونو یو همکار چتر جوړ کړي تر څو تر مذاکراتو وړاندې، د مذاکراتو په جریان کې او تر مذاکراتو وروسته د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري وکړي.
ښاغلي حازم ټینګار وکړ چې د دغه چتر جوړښت د مرکز له زونه پیلېږي او ټول ولایتونه به پکې شامل وي.
د غونډې په دوام ګډونوالو په پنځو کمېټو کې پر مطرح شوو پوښتنو او موضوعاتو بحثونه وکړل او د خپلو بحثونو پایله یې شریکه کړه. دوی ټینګار وکړ چې اکاډمیک بنسټونه د سولې په اړه په ذهنیت جوړولو او پوهاوي سره د سولې په بهیر کې تر ټولو مهم او ډېر رول ادا کولای شي.
د اکاډمیکو بنسټونو استازو د سولې په بهیر کې د متخصصینو په توګه د دغو بنسټونو او استادانو د ډېرې ونډې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې اکاډمیک بنسټونه د علمي څېړنو، پالیسو، پروګرامونو او مذاکراتو د کارډولونو جوړولو په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري کولای شي.
همدارنګه ګډونوالو په ښوونیز او تحصیلي نصاب کې بدلون وغوښت او ویې ویل چې د ټولنې په کچه د سولې رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې د سولې موضوع په ښوونیز او تحصیلي نصاب کې ځای شي.
