اکاډمیک بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پالیسو او ستراتېژيو جوړولو کې مرسته کولای شي

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۷ - ۱۲:۴۶
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ساحوي څېړنو د ادارې عمومي رئیس غلام‌يحیی حازم «له طالبانو سره د سولې خبرې او په افغانستان کې د سولې بهیر» په نامه کنفرانس کې ـ چې د کابل پوهنتون د پالیسۍ د څېړنو په مالي مرکز کې جوړ شوی و ـ وویل چې اکاډمیکې ادارې یوه فکري سرچینه ده او د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي چې له دغسې ادارو سره نږدې علمي اړیکې جوړې کړي.
ده د سولې او شخړو د حل په څېر په ملي پروسو کې د دغو ادارو رول مهم وباله او ټينګاریې وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي چې د دغه وزارت لپاره د طرحو او ستراتېژیو په جوړولو کې اکاډمیک کسان همکار شي او برخه واخلي.
دی د سولې په چارو کې د دولت وزارت د راتلونکو کارکړنو او پروګرامونو په اړه وغږېد او ویې ویل چې دغه وزارت د خبرو اترو د پیل لپاره ښه چمتو دی.
څېړونکي او د پوهنتون استاد ډاکتر محمد جواد محدثي د سولې د بهیر په لاره کې پرتو ننګونو ته اشاره وکړه او د سولې د ټينګښت لپاره یې درې پړاوونه سوله‌غوښتنه، سوله‌ساتنه او سوله‌جوړونه مهم وبلل. همدارنګه ده ټینګار وکړ چې سوله باید پروسه نه وي، بلکې پر پروژه بدله شي. ده د دغه بهیر د ګټورتیا لپاره ملي، سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع تر ټولو مهم اصل وباله.
همدارنګه د سولې د چارو څېړونکې حفیظې یزداني وویل چې خلک د مثبتې سولې په تمه دي او دغه بیهر اوږدمهالو ستراتېژیو ته اړتیا لري. دې د سولې تر خبرو وړاندې اوربند، د اوربند مراعاتول او د سولې په بهیر کې د هغو اکاډمیکو کسانو ښکېلول چې د سولې په برخه کې یې مطالعې کړې دي، هغه موارد وبلل چې د سولې د خبرو په بهیر کې مرسته کولای شي.
د پالیسۍ د څېړنو ملي مرکز په ۲۰۰۳ کال کې په کابل پوهنتون کې جوړ شوی او ټاکل شوې چې د سولې په اړه نور اکاډمیک پروګرامونه هم په دغه مرکز کې جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه