افغان مېرمنې د سولې په راوستلو کې د ارزښتناک رول د ترسره کولو وړتیا او حق لري

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۸:۰
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیمه‌ییزو مطالعاتو د څانګې عمومي رئيس غلام یحیی حازم د «سولې لار نقشې مخکتنه» غونډه کې چې د افغان ښځو د خبري آژانس او د ښځو د سیمه‌ییزې شبکې له خوا جوړه شوې وه زیاته کړه، افغان مېرمنې د سولې په راوستلو کې د ارزښتناک رول د ترسره کولو وړتیا او حق لري.
ښاغلي حازم د حدیبیې په سوله کې د ام‌المؤمنین ام‌سلمه رول ته په اشارې سره په افغان سوله کې د مېرمنو رول با اهمیته وباله. 
نوموړي زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت روحانیون، مشران، مدني ټولنه، څېړنیز مرکزونه، د خبریالانو ټولنې، د مېرمنو فعالانې، د ځوانانو جوړښتونه او نور مدني او علمي جوړښتونه او بنسټونه خپلې ملاتړې مټې بولي او د ټولنې له دغو فعالو پاړکو سره د نږدې همکارۍ او ملتیا غوښتونکي دي. 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیمه‌ییزو مطالعاتو د څانګې عمومي رئیس همدا راز ځوانان په ټولنه کې د مثبت بدلون عامل وبلل او ویې ویل چې ځوانان د سولې په روایت سازۍ، سولې راوستلو او ټینګښت کې مهم رول لري. 
نوموړي د سولې د مشورتي ناستې د جوړولو له امله د ښځو له دغه نوښت څخه د مننې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د دغه راز نوښتونو څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اوږدمهاله موخو او د سولې په راوستلو، ټينګښت او ساتلو کې د ښځو او ځوانانو په رول خبرې وکړې. 
د سولې عالي شورا غړې حبیبې سرابي هم سولې ته د رسېدلو لپاره پر یووالي په ټینګار سره وویل: «تر هغه سولې ته نو شو رسېدلی، تر څو چې ټولو خلکو د سولې لپاره د یو ځای غږ پورته کولو لپاره یو بل ته لاس نه وي ورکړي».
همدا راز د ښځو د سیمه‌ییزې شبکې د بورډ غړې زرقا یفتلي د دغې غونډې د جوړولو له امله د افغانستان د ښځو له خبري آژانس څخه مننه وکړه او د سولې په ناستو کې یې د ښځو پر واقعي او معنا لرونکي ګډون ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه