«په پروژو کې د بودیجې د ترتیب څرنګوالی» ورکشاپ جوړ شو

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۴۰
smp

«په پروژو کې د بودیجې د ترتیب څرنګوالی» ورکشاپ د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیاوو لوړولو او اداري پراختیا د آمریت له لوري د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مالي چارو د سلاکار غلام‌علي فګارزاده په همکارۍ جوړ شو.

په پروژو کې د بودیجې د ترتیب د څرنګوالي دوه‌ورځنی ورکشاپ د ښوونیزې اړتیا ارزونې پر بنسټ او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اړوندو واحدونو د څلور دېرشو کارکوونکو لپاره د بشري سرچینو ریاست د پلان شویو پروګرامونو د لړۍ د یوې برخې په توګه جوړ شو.

یاد شوي پروګرامونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره جوړېږي.

د یاد پروګرام ګډونوالو د وړتیاوو لوړولو پروګرامونه د خپلو مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره کلکه اړتیا وبلله او د دغسې پروګرامونو پر جوړېدو یې خوښي څرګنده کړه.

د دغه دوه‌ورځني پروګرام په پای کې ګډونوالو ته شهادت‌نامې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه