«د ښځینه خبریالانو له لیده د سولې په بهیر کې د ښځو رول» مشورتي ناسته وشوه

a.zia
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۳:۳۹
Smp

 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کنفرانسونو په تالار کې «د ښځینه خبریالانو له لیده د سولې په بهیر کې د ښځو رول» مشورتي ناسته وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، حکومتي چارواکو، رسنیزو فعالانو، د بیان د آزادۍ مدافعینو او ښځینه خبریالانو ګډون پکې کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د دې غونډې په پيل کې د سولې په بهیر کې د ښځو په تېره د ښځینه خبریالانو د رول پر اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل چې ښځې باید د سولې د بهیر رسا غږ وي.
دې وویل چې ښځینه خبریالانو تل د بیان آزادۍ د ساتلو هڅه کړې ده؛ له همدې امله د دغه ارزښت په ساتلو کې د ښځو رول ډېر اهمیت لري او اړتیا ده چې د ښځینه خبریالانو نظرونه هم د سولې په بهیر کې شریک شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د سولې مذاکراتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې افغانستان د سولې د بهیر په مهم پړاو او د استانبول د کنفرانس په درشل کې دی.
ده ټینګار وکړ چې د دوحې په مذاکراتو کې لا پر محتوايي موضوعاتو خبرې نه دي شوې. ده وویل چې د بیان آزادي او د ښځو رول هغه ارزښتونه دي چې د مذاکراتو په اجنډا کې دي.
ښاغلي نادري د ملي اجماع پیاوړي کول مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د ترکیې د کنفرانس تر پیل پورې به د افغانستان پلاوی په واحد نظر او اجماع سره په ناسته کې حضور ولري.
د ولسي جرګې غړې مریم سما د ښځو د دوو لسیزو لاسته‌راوړنو ته په اشارې سره وویل چې د سولې بهیر باید د رسنیو د همکارانو، د ښځو د حقونو د فعالانو او د افغانستان د نورو پاړکو په مرسته له یوې افغاني طرحې سره مخته یووړل شي.
دې ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې باید د بیان آزادي وساتل شي او ویې ویل چې سوله به د ښځو د حقونو او بیان آزادۍ له ساتلو پرته شونې نه وي.
آغلې سما د ښځينه خبریالانو او په ټولنیزو برخو کې د فعالو ښځو مسئله د سولې په بهیر کې د ښځو د حقونو په ټولیز چوکاټ کې پام وړ وبلله.
د جمهور رئیس سترې سلاکارې ملالۍ شینوازې هم وویل چې د سولې په بهیر کې یوازې ښځې د ښځو د حقونو دفاع کولی شي.
آغلې شینوارې د ښځو د حقونو پر ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه پاړکي د حقونو پر ساتلو سربېره باید په مذاکراتو کې د ښځو د پرمختګ او ودې په اړه خبرې او ژمنې وشي.
د ملي رادیو ـ تلویزیون رئیس محمد اسماعیل میاخېل د رسنیو او ښځینه خبریالانو لاسته‌راوړنو ته په اشارې سره وویل، اړتیا ده چې رسنۍ د ښځو د غږ په رسولو او ښځو ته د محتوا په جوړولو کې لا ډېر تمرکز وکړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جنډر مسؤولې وحیدې فیضي د خبریالانو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ښځینه خبریالانې باید په‌خپله د خبریالانو غږ د مذاکرې تر مېزه ورسوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې سیدې مژګان مصطفوي د رسنیو په فعالیتونو کې د ښځو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل چې ښځینه خبریالانې تل د جګړې او تاوتریخوالي قربانیانې وې، خو هېڅکله دا نه‌مني چې د سولې قربانیانې شي.
آغلې مصطفوي د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د جګړې اړوند قوانین نه مراعاتېږي او پر خبریالانو هم بریدونه کېږي.
دې وویل، هیله‌منه یم پر هغو ژمنو عمل وشي چې د ښځو د حقونو او بیان آزادۍ د ساتلو لپاره شوې دي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ وردګ په دې ناسته کې وویل چې مذاکره‌کوونکي پلاوی د افغانانو د ټولو منل شویو ارزښتونو دفاع ته ژمن دی. 
دې ډاډ ورکړ چې مذاکره‌کوونکی پلاوی به په یوه خوله د ښځو د حقونو او بیان د آزادۍ دفاع وکړي.
په دې ناسته کې ګډونوالو ښځینه خبریالانو دې پوښتنې ته ځواب ورکړ چې د سولې مذاکراتو له بهیر څخه د ښځینه خبریالانو اساسي غوښتنه څه ده؟ او د دغو غوښتنو د پوره کېدو لپاره به څه وشي. ګډونوالو دغو پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو تر څنګ خپلې پوښتنې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.
د بیان آزادۍ ساتل، د سولې په ناستو کې د ښځینه خبریالانو فعال حضور او خبریالانو ته د سولې د ناستو جزئیات ورکول هغه موارد وو چې ښځینه خبریالانو ټینګار پرې وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د غونډې په راټولولو کې وویل چې د افغانستان د خلکو او ښځو درد ګډ دی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ټولنې د ۵۰ سلنه نفوس د عدالت‌غوښتنې لپاره کار کوي چې هغه ښځې دي.
دې د سولې په بهیر کې د بېلابېلو پاړکو مشارکت ته اشاره وکړه او ویې ویل، پر داسې طرحو کار کېږي چې له مخې به یې ښځې، مدني ټولنه، رسنۍ او قربانیان د سولې په ناستو کې حضور ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د وروستيو پېښو شهیدانو روح ته د دعا  او د قران کريم د ختم مراسم ترسره شول

 د عمومي ماتم اعلانولو لپاره ولسمشرۍ عالي مقام د فرمان په تعقیب، د قران کریم ختم او په هېواد کې وروستيو پیښو  شهیدانو روح ته دعا کولو مراسم د سولې په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو کمیټې د بشري حقونو او مدني ټولنو د معنیت د چارو مرستیالې سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنیت د چارو مرستیالې ډاکټر عالمې د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو د تماس کمیټې سره وکتل او د سولې په پروسه کې د سیاسي ګوندونو پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۱:۳
Background image

د سولې په پروسه کې د ښځو د همغږۍ څلورمه ګډه ناسته ترسره شوه

د سولې په پروسه کې د ښځو د همغږۍ او برخه اخیستنې څلورمه ګډه ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ، د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبرۍ ښځینه غړو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د. . .

خبرونه