«د سولې لپاره د ښځو واحد غږ» مشورتي ناسته وشوه

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۸:۴۲
smp

د مشورتي ناستو د لړۍ په دوام د سولې په بهیر کې د ښځو د نظرونو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو لپاره د سولې په بهیر کې د ښځو واحد غږ مشورتي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي وویل، ښځې باید څرګنده کړي چې د سولې په بهیر کې د دوی رول څه دی، تر څو د سولې په بهیر کې د ښځو په ګټور ګډون سره د ښځو د ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او شرعي حقونو ملاتړ وکړای شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ هم وویل: د دې لپاره چې د سولې په بهیر کې د ښځو رول ګټور وي، موږ باید په خپله مبارزه کې رښتيني وو. دې د سولې په چارو کې د دولت وزارت مننه وکړه چې دغه مشورتي ناسته یې جوړه کړه او ویې ویل، تاریخ به قضاوت وکړي چې افغان ښځې د کومو طرحو او تګلارو پر بنسټ مخ ته لاړې.
په دې ناسته کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وویل، د تېرو دوو لسیزو د لاسته‌راوړنو په ملاتړ سره باید هڅه وشي هغه فضا چې د ښځو لپاره د اساسي قانون په چوکاټ او نورو قوانینو کې جوړه شوې ده، د سولې په بهیر کې هم همداسې وساتل شي.
ښاغلي رحیمي وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د لومړنیو کړنو په ډله کې یوه دا وه چې د سولې په بهیر کې د ښځو ګډون په دوامدار ډول اسانه کړي او دا وزارت تل حاضر دی چې په دې برخه کې د حضور او وړتیا جوړولو لپاره په ملي او نړیواله کچه له ښځو سره همکاري وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغان حکومت به تر هغه پورې هېڅ مذاکره‌کوونکي ټیم ونه‌لېږي تر څو چې په هغه کې د ښځو حضور تضمین نه‌شي.
په دې ناسته کې ګډونوالو په څلورو کاري ډلو کې پر اقتصادي – ټولنیزو، فرهنګي، سیاسي او شرعي برخو بحث وکړ او نظرونه یې ورکړل؛ همدارنګه په پای کې یې خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه