«د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه
د سولې لپاره د ځوانانو ناسته جوړه شوه چې د لوړپوړو حکومتي چارواکو تر څنګ د کابل په ګډون د دوه ویشتو ولایتونو د پوهنتونونو استادانو او محصلینو ګډون پکې کړی و. دا ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت سره د رڼا خصوصي پوهنتون په همکارۍ د سولې په چارو کې د دولت وزارت په تالار کې وشوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتیژیکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري د پروګرام په معرفي کې دغه ناسته د ځوانانو د لیدلورو او نظرونو د اخیستو لپاره ښه زمینه وبلله او ویې ویل چې د دې ناستې د ګډونوالو ځوانانو نظرونه، وړاندیزونه او نیوکې به د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پالیسیو کې وکارول شي.
دې وویل چې متخصص او لوستي ځوانان د خلاقیت په کولو سره بدلون راوستلای شي. مېرمن انوري ټینګار وکړ چې د ونډېاخیستنې اصل د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو یوه برخه ده او دا وزارت به د سولې د عملي کېدو لپاره له علمي مرکزونو سره ښه پروګرامونه جوړ کړي. دې وویل چې هر ځوان باید د سولې لپاره یو رضاکار وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام د چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د ناستې په پرانیستوینا کې د ځوانانو د پراخ ګډون مننه وکړه او ویې ویل چې د جګړې قربانیان تل ځوانان دي او همدا ځوانان دي چې د سولې په بهیر کې مهم رول ادا کولای شي. ده له ځوانانو وغوښتل چې په ښوونځیو، پوهنتونونو او علمي ادارو کې د سولې لپاره ذهنیتونه جوړ کړي.
ښاغلي بالاکرزي زیاته کړه چې تلپاتې سوله د ځوانانو ونډې او ګډون ته اړتیا لري؛ خو سوله داسې پروسه ده چې ډېر وخت نیسي او باید په فکر سره پر مخ لاړ شو.
په دې ناسته کې د رڼا پوهنتون علمي – تدریسي مرستیال او سرپرست سید مصطفی سعیدي وویل، موږ ښه وبلله چې د پوهنتون پروګرامونه باید یوازې په څېړنه او تدریس پورې منحصر نه وي او د یوې علمي ادارې په توګه په لویو ملي پروسو کې هم برخه واخلو.
ښاغلي سعیدي ټولنیزې سولې ته پر کار کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په بحثونو کې یوازې د سولې پر استخباراتي او سیاسي اړخونو بحثونه کېږي او ټولنیزه سوله پکې هېره شوې ده.
ده زیاته کړه چې رڼا پوهنتون د دې موضوع د عملي کولو لپاره په خپل درسي نصاب کې «د سولې ژورنالېزم» او «سوله او د شخړو حل» مضمونونه شامل کړي دي.
ښاغلي سعیدي وویل چې د علمي ادارو نظرونه د سولې په بهیر کې کم دي او زیاته یې کړه چې رڼا پوهنتون به د نورو دولتي ادارو تر څنګ ودرېږي، د محصلینو د بسیج کولو او د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د عملي کار په برخه کې به همکاري وکړي.
د ۲۰۱۹ کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو استازې عایشې خرم ـ چې د دې ناستې ځانګړې مېلمنه وه ـ وویل: که څه هم په افغانستان کې جګړه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بهرنیانو له اشغال سره د جګړې په نامه روانه ده، خو په حقیقت کې دا جګړه له هغو ماشومانو او ځوانانو سره ده چې په جګړه کې هېڅ ښکېل نه دي.
دې د حکومت له مشرانو وغوښتل چې په رښتینولۍ سره د سولې پروسه یوې پایلې ته ورسوي او د سولې پر پېښو هم خبر شي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد اجمل شاپور هم وویل: لکه څرنګه چې ځوانان جګړې ته مخته شوي، د سولې په بهیر کې هم رامخته کېدای شي. ده له ځوانانو وغوښتل چې د سولې د بهیر ملاتړ وکړي، خو دا هله ممکنه ده چې دوی پر خپلو علمي او کاري وړتیاوو کار وکړي.
تر ویناوو وروسته ګډونوال پر اوو کمېټو ووېشل شول؛ پر جوړو شوو پوښتنو یې بحثونه وکړل؛ او د خپلو بحثونو پایلې یې له نورو ګډونوالو سره شریکې کړې. دوی دوې پوښتنې ځواب کړې؛ لومړۍ پوښتنه دا وه چې د سولې په بهیر کې ځوانان څه رول لري او دویمه پوښتنه دا وه چې د دوی په سیمو کې د جګړې او تاوتریخوالي لاملونه او حللارې څه دي.
د پروګرام د راټولولو په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ساحوي څېړنو عمومي رئیس حازم اسفندیار وویل چې ځوانان د سولې د راوستلو او پراختیا په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره یو مهم مرکز دی. ده ګډونوالو ته په خطاب کې وویل چې تاسو د سولې په چارو کې د دولت وزارت غړي یئ او دغه وزارت به ستاسو نظرونه کاروي. همدارنګه ده ټینګار وکړ چې سوله له افغانانو پرته بل هېڅوک هم نهشي راوستلای او همدوی یې باید راوستلو ته کار وکړي.
همدارنګه د رڼا پوهنتون علمي – تدریسي مرستیال او سرپرست سید مصطفی سعیدي وویل چې ځوانان د سولې او بدلون سفیران دي؛ له همدې امله اړتیا ده چې په تحصیلي نصاب کې د سولې او د شخړو د حل مضمون شامل شي.
د پروګرام په پای کې اوو غوره ګډونوالو ته تندیسونه او نورو ګډونوالو ته تصدیقپاڼې ورکړل شوې.
