«د سولې لپاره د علماوو ملي جرګې» د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د همکارۍ اعلان وکړ

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۵:۱۴
smp

د کندهار او کونړ یو شمېر علماوو او روحانیونو ـ چې اوس اوس یې «د سولې لپاره د علماوو ملي جرګه» جوړه کړې ده ـ د سولې په چارو کې د دولت وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې دغه جرګه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکارۍ ته چمتو ده.

د دې جرګې رئیس ګل‌آغا صاحب‌زاده د سولې د ټينګښت لاره د افغانستان د خلکو یووالی وباله او ویې ویل، تر څو چې د سولې لپاره ډلې بېلابېلې وي او بېلابېل نظرونه موجود وي، ټول‌شموله او هراړخیزه سوله به رانه‌شي. ده وویل چې موږ له زرو تنو دیني علماوو سره د ناستې په پایله کې د سولې ملي جرګه جوړه کړې ده چې د دغو ديني علماوو په استازیتوب به د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره مستقیمه همکاري کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار سید فهیم سروش د سولې په بهیر کې د علماوو او خلکو شتون او رول یو مهم کار او د دغه وزارت پالیسي وبلله، ټينګار یې وکړ چې د سولې لپاره کار د هر افغان ديني او انساني دنده ده. همدارنګه ده وویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت تمه لري چې خلک له وزارت سره د سولې په بهیر کې د خلکو د نظرونو د شریکولو په څرنګوالي کې همکاري وکړي.

بل پلو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د سولې په بهیر کې د دې جرګې د غړو د ونډې اخیستو مننه وکړه.

ده یو ځل بیا وویل چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د [قومي] مشرانو او علماوو همکاري نېک اقدام دی او ټينګار یې وکړ چې د سولې د ټينګښت لپاره باید یو واحد ځواک رامنځته شي او دا کار به د [قومي] مشرانو او علماوو تر همکارۍ او همغږۍ پرته ناشونی وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه