د هېواد تجارانو، د بېلابېلو ولايتونو قومي مشرانو او ځوانانو د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ!

a.zia
Sun, Sep 05 2021 7:00 AM
Smp


د افغانستان اسلام امارت د امن کاروان مشر او جهادي شخصيت الحاج خليل الرحمن حقاني, د امن کاروان د عامه نظم مسؤل قومندان حاجي ارسلاخان خروټي، جهادي او علمي شخصيتونو قاري محمود شاه, مفتي محمود ذاکري، حاجي حيات الله، مولوي محمد مسلم حقاني، قاري عبدالمتين رحيمزي او د دې کاروان يو شمير غړو د هېواد له ګڼو تجارانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د سولې په چارو کې د امارت وزارت د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.
په پيل کې د امن کاروان د عامه نظم مسؤل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او زياته کړه, چې اوس په ټول هېواد کې سرتاسري امن دی او د هيچا سر او مال په خطر کې نه دي.
هغه وويل: موږ له هيچا سره شخصي دښمني نه لرو او خپل ټول پخواني دښمنان مو بښلي دي.
ورپسي حاجي ګل مراد عرب د تجارانو په استازولۍ او د ا.ا.ا څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او دوی په راتګ يې خوښي څرګنده کړه.
هغه د تجارانو ستونزې له مسؤلينو سره شريک کړی او د ژر حل کېدو غوښتنه يې وکړه.
د امن کاروان د رهبرۍ شورا غړي مولوي محمد مسلم حقاني په خپلو خبرو کې وويل, د اسلامي امارت چټکو فتوحاتو په ډاګه کړه, چې ولس د تېر حکومت له ظلم او فساد څخه په تنګ راغلی وو; نو ځکه يې له اسلامي امارت سره مرسته وکړه.
هغه تجارانو ته د پوره امن ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړئ, چې په ټولو برخو کې به ورته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
جهادي او علمي شخصيت مفتي محمود ذاکري وويل: 43 کاله وشول چې وطن مو له ستونزو سره مخامخ وو, د لوي الله (ج) او د ولس په مرسته به دغو ستونزو ته د پای ټکی ږدو او د يو عادل نظام د لرلو لپاره به هلې ځلې کوو.
جهادي شخصيت قاري عبدالمتين رحيمزی د اسلامي امارت د مجاهدينو د قربانيو يادونه وکړه او يې وويل: چې د دغو قربانيو قدر به کوو او په ګډه به د هېواد د ابادۍ لپاره کار کوو.
هغه زياته کړه, چې اشغال پاي ته رسېدلی او ډېر ژر به يو پياوړی اسلامي حکومت رامنځته شي.
دغې غونډې ته د بېلابيلو ولايتونو جهادي او قومي مشرانو او ځوانانو هم ويناوې وکړې او ټولو ګډونوالو د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل بشپړ ملاټړ اعلان کړ.
د دغې ناستې په پای کې جهادي شخصيت او د امن کاروان مشر الحاج خليل الرحمن حقاني ټولو ګډونوالو ته هرکلی ووايه او ويې ويل، چې د تېر حکومت ظلم, فساد او بې عدالتي پاي ته ورسېده او ټول ولس په امن کې ژوند کوي.
نوموړي وويل: هېڅوک دې بهر ته د تللو هڅه نه کوي او دلته به ورته د ژوند ټولې اسانتياوې برابري شي.
هغه زياته کړه, چې هر څه به د قران او حديث په رڼا کې ترسره کېږي او ډېر ژر به يو پياوړی اسلامي حکومت رامنځته او خلکو ته به خدمات غرضه شي.
هغه د تجارانو غوښتونو په ځواب کې وويل, تجارانو ته د اسنتياوو رامنځته کول د نوي اسلامي حکومت د لومړيتوبونوڅخه دي او د دوی ستونزې به له اړوند مسؤلينو سره تعقيب کړي.
دغه غونډه د شيخ عبدالرحمن په دعا پای ته ورسېده.

داوطلبۍ

Wed, Aug 11 2021 12:07 PM
Background image

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری‌ کمیته‌سی نینگ ییغیلیشی بولیب اوتدی 

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری کمیته‌سی‌نینگ ییغیلیشی یولگه قوییلیب، اونده مذکور کمیته‌ طرزالعمل‌نینگ لایحه‌سی خصوصیده فکر المشتیریلدی.
تینچ‌لیک بوییچه دولت وزیرلیگی‌نینگ. . .

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ تینچلیک سیاستی بوییچه اساسی بیاناتی نی اعلان قیلدی

تینچلیک سیاستی بوییچه عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ اساسی بیاناتی تینچلیک ایشلری بوییچه دولت وزیرلیگی نینگ مدنی جماعه و انسان حقلری ایشلری معینی و باشقروچی سی داکتر عالمه و اوشبو گروه. . .

Mon, Apr 05 2021 2:11 PM
Background image

افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی بیلن صلح دولت وزراتی وزیری نینگ اوچره شووی

افغانستان اسلامی جمهوریتی مذاکره قیلووچی هییت مذاکره سی عضوی و صلح دولت وزراتی وزیری سید سعادت منصور نادری، افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر سازمانی باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی خانم. . .

BACK TO NEWS