په جنېوا کنفرانس کې د سولې، پراختیا او امنیت د آنلاین بحث په راټولونه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړي سید سعادت منصور نادري وینا
د (ملي امنیت سلاکار) جلالتمآب ډاکتر محب، (د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې) دیبورا لاینز، د (د اروپا د سولې انستېتیوت ستر سلاکار) سرجیو حرامیلیو، راغلو مېلمنو، د پروګرام ویناوالو، خویندو او وروڼو!
د ننني پنل له ټولو ویناوالو او غړو د زړه له تله مننه کوم. ننني بحثونه په رښتیا هم ډېر هڅوونکي او د فکر وړ وو.
د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه، نننۍ خبرې په ځانګړې توګه د خپل دفتر د چارو لپاره ګټورې بولم او د نورو هغو خبرو هرکلی کوم چې څرنګه دغو نظرونو ته عملي بڼه ورکولی شي.
غواړم تاسو مو خپل فکرونه او نظرونه له ما او زما له ټیم سره شریک کړئ چې څرنګه یو ځای له یوبل سره
په جنېوا کې د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس په لومړۍ څنګیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د مشر محمد معصوم ستانکزي وینا: د تلپاتې سولې ټینګښت - الف برخه: د بشري حقونو او ښځو د حقونو ساتنه او پیاوړتیا
د ۲۰۲۰ د نوامبر ۲۳مه
محترمې لومړۍ مېرمنې، ښاغلو رئیسانو، عاليجنابانو او درنو ګډونوالو!
السلام علیکم و رحمه الله و برکاته.
په دغه مهمه ناسته کې ګډون د ډېرې خوښۍ ځای دی. اجازه راکړئ تر هر څه وړاندې تر ما د مخکېنیو اصلي ویناوالو خبرې تائید او له هغوی سره خپله هوکړه شریکه کړم. زه او همکاران مې ژمن یو چې د دوی پوښتنې او غوښتنې له مقابل لوري سره د مذاکرې په مېز شریکې کړو.
له بدهمرغه په تېرو ۴۲ کلونو کې د افغانستان خلک رنځېدلي او تر ننه رنځېږي.
هره ورځ وینو چې انسانان وژل کېږي، تیت او پرک کېږي، کورونه او آبادۍ یې ورانیږي، عادي افغانان او تر ډېره ښځې او ماشومان د جګړې په سیمو کې بند پاتې کېږي،
په جنېوا کې د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس په لومړۍ څنګیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړې حبیبې سرابي وینا - د تلپاتې سولې ټینګښت، الف برخه: د بشري حقونو او ښځو د حقونو ساتنه او پیاوړتیا
عاليجنابه لومړۍ مېرمن، عالي جنابانو محترم وزیر صاحب اتمر، وزیر صاحب ستانکزی، وزیر صاحب نادري، او د پنل قدرمنو غړو، ښاغلو او آغلو!
السلام علیکم.
خوښه یم چې دلته یم او د سولې مذاکراتو د پروسې د ټولشمولوالي د اړتیا په اړه خبرې کوم.
څېړنو ښودلې چې د سولې په پروسو کې د ټولشمولوالي کچه نېغ په نېغه د سولې پروسې له تلپاتېوالي سره اړیکه لري. د بېلګې په توګه، موږ داسې شواهد لرو چې د مذاکراتو په پروسو کې د ښځو شمولیت، تر ډېره د سیاسي جوړجاړي له پایېدونکو پایلو سره تړاو لري. له دې کبله، په دغه پروسه کې د ټولو د شمولیت له اهمیت څخه سترګې نهشي پټېدای.
د اسلامي جمهوریت په مذاکره کوونکي ټیم کې موږ
د افغانستان د سولې مذاکراتو د پلاوو په عمومي ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي د رئیس وینا
۲۵ سنبله ۱۳۹۹ الحمدﻟﻠﻪ رب العالمین والصلاة و السلام ﻋﻠﯽ أﺷﺮف اﻷﻧﺒﯿﺎء و المرسلین نبینا ﻣﺤﻤﺪ و ﻋﻠﯽ آﻟﻪ و ﺻﺤﺒﻪ أﺟﻤﻌﯿﻦ درنو او عزتمندو وروڼو او خویندو، د دواړو خواوو د مذاکراتي هیئتونو محترمو غړو، ټولو حاضرینو، السلام علیکم و رحمةالله و برکاتهُ
د افغانستان د سولې مذاکراتو د پیلېدو په پرانیستغونډه کې د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د وینا متن
۱۲ سپتامبر ۲۰۲۰ – دوحه، قطر بسمالله الرحمن الرحیم الحمدلله و الصلاة و السلام علی رسول الله، اما بعد ټولو محترمو جلالتمابانو، دقطر د بهرنیو چارو محترم وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثانی، د امریکا د بهرینو چارو محترم وزیر مایک پمپیو، جناب محترم ملا برادر آخوند،