د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د ناروې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فاطمې ګیلاني او فوزیې کوفي د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اوډن هالورسن سره آنلاین لیدنه وکړه. دوی د افغانستان د سولې بهیر او په دغه بهیر کې د ښځو د رول او حضور د اهمیت په اړه بحث وکړ.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني په دې ناسته کې وویل، له مخکېنیو ستونزو څخه د تجربو اخیستلو او زدهکړې په سبب نننی افغانستان له پخواني هغه سره توپیر لري او زیاته یې کړه چې په بېلابېلو برخو کې زموږ لاستهراوړنې ډېرې با اهمیته دي.
دې په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د اوسنیو فرصتونو پر ګټوره استفاده ټينګار وکړ او ویې ویل چې د
د هرات ولایت اوسېدونکو او ځوانانو له مذاکرهکوونکي پلاوي سره خپل نظرونه شریک کړل
د هرات ولایت اوسېدونکو او ځوانانو «د سولې بحث» تر سرلیک لاندې ناسته کې د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د مذاکرهکوونکي پلاوي له غړو غلام فاروق مجروح او جنرال ایوب انصاري سره شریک کړل.
په دغه ناسته کې ګډونوالو په 9 کاري ډلو کې د بشري حقونو، تعلیم او تحصیل، د جنګیالیو د بېرته ادغام، حکومتولۍ، د بیان آزادۍ، د ښځو او ماشومانو د حقونو، انتقالي عدالت، د جګړې او ولسواکۍ قربانیانو ته د رسېدنې پر موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل او د خپلو نظرونو او وړاندیزونو پایله یې د مذاکرهکوونکي پلاوي له غړو سره شریکه کړه او خپلې پوښتنې يې مطرح کړې.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح د ښوونې
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د امریکا د دفاع وزارت په معاونیت کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا د برخې له مسوولې ریبکا زیمرمن سره آنلاین ناسته وکړه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فوزیې کوفي او شریفې زرمتۍ وردګ په یوه آنلاین ناسته کې ګډون وکړ چې د امریکا د دفاع وزارت په معاونیت کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا د برخې له مسوولې ریبکا زیمرمن او د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې ځینو فعالو ښځو ګډون پکې کړی و.
مېرمن کوفي په دې ناسته کې وویل: په بېلابېلو برخو کې د ښځو اوسنی حضور د هغو ښځو د دوامدار کار پایله ده چې په دې لاره کې یې مبارزه کړې ده او د ښځو رول یې جدي ګڼلی. دا مبارزین هغه کسان دي چې له بده مرغه اوس زموږ تر منځ نهشته. دې وویل چې د ښځو په ملاتړ کې د افغانستان د نړیوالو همکارانو رول هم اغېزناک و.
دې وویل، د
د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د حضور په اړه جوړه شوې ناسته کې د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړې فوزیې کوفي ګډون
په بروکسل کې د هاینرش بل بنسټ لهخوا «د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو حضور» تر سرلیک لاندې آنلاین ناسته کې چې د آلمان او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د پارلمان غړو پکې حضور درلود د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي ګډون او خبرې وکړې.
مېرمن کوفي وویل چې په افغانستان کې د روانې جګړې لومړنۍ قربانیانې ښځې دي چې د مخکېنیو تجربو پر بنسټ او د ښځو د حقونو د تأمین لپاره یې د افغانستان د سولې په بهیر کې ګډون مهم او اساسي دی.
نوموړې د مذاکرهکوونکي پلاوي په جوړښت او د ملي مصالحې په عالي شورا کې د ښځو ګډون ته په اشارې سره وویل چې د سولې په ټولو جوړښتونو کې باید د ښځو
د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس او غړو د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو د افغانستان لپاره د ناټو له لوی ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه بحث وکړ او په افغانستان کې د دایمي سولې او ټیکاو د راتلو لپاره د نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وشو.
د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستېتیوت په ناسته کې د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړې فاطمې ګیلاني ګډون
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستېتیوت او اتلانتیک شورا لهخوا په جوړه شوې آنلاین ناسته کې ګډون وکړ او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې خبرې وکړې.
مېرمن ګیلاني د دې مطلب په بیان سره چې د سولې ټینګښت لپاره غوره فرصت برابر شوی او باید د مخته وړلو لپاره یې هڅه وشي وویل، افغانستان په یو بل سياسي پړاو کې دی او موږ توانېدلي یو د مذاکراتو په لړ کې دغه نوی تصویر د مذاکراتو مقابل لوري ته ورسوو.
دې وویل، په مذاکراتو کې د یوه ټولشموله او متنوع پلاوي حضور د افغانستان اسلامي جمهوریت د پیاوړتیا ښودنه کوي.
مېرمن فاطمې ګیلانی د دې
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني «د افغانستان د سولې بهیر شمولیت او رنګارنګي» په نامه ناسته کې ګډون وکړ
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني د افغانستان د سولې بهیر شمولیت او رنګارنګۍ په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ. دغه ناسته د افغانو ښځو د ښوونیز بنسټ (AWEC) او د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ (UN Women) په نوښت جوړه شوې وه.
د ناستې په پيل کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو په تېره د ځايي ښځو د فعالانه رول او سولې بنسټیزولو په برخه کې شوې څېړنه معرفي شوه چې دغو دوو بنسټونو ترتیب کړې وه.
آغلې ګیلاني په دې ناسته کې وویل چې د سولې بنسټیزولو اړوند درسونه او مطالعات د هېواد د موجود وضعیت او وړتیاوو د ښه درک لپاره ټولو ته روښانه دريڅه پرانیزي.
دې په کاري کمېټو کې د مذاکره
د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس او غړو د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع پیاوړي کولو په درېیمه ناسته کې ګډون وکړ
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو «د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع پیاوړي کولو» په درېیمه ناسته کې ګډون وکړ. دغه ناسته د ملي مصالحې عالي شورا د سیمهییزو او نړیوالو چارو کمیسیون جوړه کړې وه چې د دغې شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو په آنلاین ډول ګډون پکې کړی و.
د دغې ناستې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت
د ناټو له ملکي استازي سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د رئیس آنلاین ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټفانو پونته کورو په آنلاین ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې دواړو لورو د تاوتریخوالو د زیاتوالي او له امله یې د شته ځاني مرګ ژوبلې په اړه خبرې وکړې او سیاسي حللاره یې په هېواد کې سولې او ټیکاو ته د رسېدو یوازېنۍ لاره وبلله.
دوی همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک له روانې جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او په هېواد کې د هر څه ژر سولې او ټيکاو د ټینګښت غوښتونکي دي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس د دې مطلب په بیان سره چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره
