د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د ملګرو ملتونو د سازمان، ترکیې او قطر له استازو سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي نورو غړو په یوه ګډه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او د ترکیې او قطر هېوادونو له استازو سره په دوحه کې وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه په ترکیه کې پر کېدونکې ناسته بحث وشو.
د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو ټینګار وکړ چې د سولې د مذاکراتو بهیر باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ مخته لاړ شي او ویې ویل، د ترکیې ناسته د دې لپاره کېږي چې د مذاکراتو روان بهیر پیاوړی او چټک کړي او تمه کېږي چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی زر تر زره پای ته ورسېږي.
د
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د هرات ولایت له علماوو او ښځو سره مشورتي ناسته وکړه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فاطمې ګیلاني او غلام فاروق مجروح د هرات ولایت له یو شمېر علماوو او ښځو سره په یوه آنلاین ناسته کې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ګډونوالو د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه خپلې پوښتنې، غوښتنې او لیدلوري د مذاکرهکوونکي پلاوي له غړو سره شریک کړل.
ورپسې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو هم په دوحه کې د سولې مذاکراتو د روان بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د دواړو لورو د تماس ډلو تر منځ مذاکرات په دوامدار ډول روان دي او د سولې په بهیر کې د هغو همکارو هېوادونو نظرونه هم په دوامدار ډول ترلاسه کېږي چې په دوحه کې حضور لري.
دوی په روسیه او ترکیه کې د
د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس او غړو د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي غړو د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر امنیتي مسایلو، اوربند، د سولې په بهیر کې پر سیاسي مشارکت او د مسکو پر کنفرانس خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ټینګار وشو چې په یادو شویو مواردو کې اصولي بحث وشي. همدا راز په دوحه کې د سولې مذاکراتو بهیر د چټکولو تر څنګ باید د دغو مذاکراتو د مختهتګ کیفیت وساتل شي تر څو د بهیر چټکولو لپاره راتلونکي اقدامات د افغانستان د شخړې د شدت لامل نهشي.
د سولې په بهیر کې به د ښځو د لا ډېرې ونډې لپاره هېڅ هڅه هم ونهسپمول شي
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي «د سولې مذاکراتو په بهیر کې د افغانستان د ښځو مقام» په نامه غونډه کې ګډون وکړ چې په هالنډ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت جوړه کړې وه.
آغلې کوفي د ښځو فعال او آګاهانه حضور او لوړ سیاسي لید وستایه، ویې ویل چې د وروستیو شلو کلونو لاستهراوړنې سیمبولیکې نه دي، بلکې د افغانستان خلک او په تېره ښځې پوره باور پرې لري.
دې وویل، نړیوالو تجربو ښودلې چې د سولې بهیرونه پېچلي دي او وخت غواړي. همدا راز زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي او وینو تویېدلو له دوامه ستړي دي او په دې تمه دي چې د مذاکراتو بهیر زر تر زره پایلې ته ورسېږي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو رول په نامه غونډه کې ګډون وکړ
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي «د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو رول» په نامه غونډه کې ګډون وکړ چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه. دې د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او حضور پر اهمیت خبرې وکړې.
آغلې سرابي د سولې په بهیر کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه د مذاکرهکوونکي پلاوي د ټولو غړو فعال رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، د ښځو د حقونو او آزادیو د ساتل کېدو لپاره د دوی واحد او لوړ غږ ډېر مهم دی.
دې په دولتي ادارو او په تېره د سولې په جوړښتونو کې د ښځو پر پراخ حضور ټینګار وکړ، د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د خپلو غوښتنو خوندي کولو
د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس او یو شمېر غړو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په دوحه کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په پیل کې د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس د سولې مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او په دغه بهیر کې یې د ملګرو ملتونو د بنسټيز رول یادونه وکړه.
ښاغلي ستانکزي وویل، اړتیا ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ملي او نړیواله اجماع وساتل شي او پياوړې شي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ګټور واقع کېدای شي.
ورپسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې وکړې او د افغانستان
«د بریتانیا د هزارهګانو شورا» په ناسته کې د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړې حبیبې سرابي ګډون
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي «د بریتانیا د هزارهګانو شورا» لهخوا د مارچ اتمې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې چې د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت د پخوانۍ وزیرې سیما ثمر په ګډون جوړه شوې وه برخه واخیسته او د سولې د مذاکراتو په بهیر کې یې د ښځو د رول او حضور او د هغوی د سیاسي مشارکت د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
مېرمن سرابي په دې ناسته کې وویل: د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د افغانستان د سولې مذاکرات روان دي او زه پر دې خوښه یم چې په دغو مذاکراتو کې د افغانستان د ښځو استازولي کوم، زه او همکاران به مې د ښځو د حقونو او لاستهراوړنو
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د ناروې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فاطمې ګیلاني او فوزیې کوفي د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اوډن هالورسن سره آنلاین لیدنه وکړه. دوی د افغانستان د سولې بهیر او په دغه بهیر کې د ښځو د رول او حضور د اهمیت په اړه بحث وکړ.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني په دې ناسته کې وویل، له مخکېنیو ستونزو څخه د تجربو اخیستلو او زدهکړې په سبب نننی افغانستان له پخواني هغه سره توپیر لري او زیاته یې کړه چې په بېلابېلو برخو کې زموږ لاستهراوړنې ډېرې با اهمیته دي.
دې په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د اوسنیو فرصتونو پر ګټوره استفاده ټينګار وکړ او ویې ویل چې د
د هرات ولایت اوسېدونکو او ځوانانو له مذاکرهکوونکي پلاوي سره خپل نظرونه شریک کړل
د هرات ولایت اوسېدونکو او ځوانانو «د سولې بحث» تر سرلیک لاندې ناسته کې د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د مذاکرهکوونکي پلاوي له غړو غلام فاروق مجروح او جنرال ایوب انصاري سره شریک کړل.
په دغه ناسته کې ګډونوالو په 9 کاري ډلو کې د بشري حقونو، تعلیم او تحصیل، د جنګیالیو د بېرته ادغام، حکومتولۍ، د بیان آزادۍ، د ښځو او ماشومانو د حقونو، انتقالي عدالت، د جګړې او ولسواکۍ قربانیانو ته د رسېدنې پر موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل او د خپلو نظرونو او وړاندیزونو پایله یې د مذاکرهکوونکي پلاوي له غړو سره شریکه کړه او خپلې پوښتنې يې مطرح کړې.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح د ښوونې