د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس او غړو د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي غړو د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر امنیتي مسایلو، اوربند، د سولې په بهیر کې پر سیاسي مشارکت او د مسکو پر کنفرانس خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ټینګار وشو چې په یادو شویو مواردو کې اصولي بحث وشي. همدا راز په دوحه کې د سولې مذاکراتو بهیر د چټکولو تر څنګ باید د دغو مذاکراتو د مختهتګ کیفیت وساتل شي تر څو د بهیر چټکولو لپاره راتلونکي اقدامات د افغانستان د شخړې د شدت لامل نهشي.