د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د ناروې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فاطمې ګیلاني او فوزیې کوفي د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اوډن هالورسن سره آنلاین لیدنه وکړه. دوی د افغانستان د سولې بهیر او په دغه بهیر کې د ښځو د رول او حضور د اهمیت په اړه بحث وکړ.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني په دې ناسته کې وویل، له مخکېنیو ستونزو څخه د تجربو اخیستلو او زدهکړې په سبب نننی افغانستان له پخواني هغه سره توپیر لري او زیاته یې کړه چې په بېلابېلو برخو کې زموږ لاستهراوړنې ډېرې با اهمیته دي.
دې په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د اوسنیو فرصتونو پر ګټوره استفاده ټينګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان د روښانه راتلونکي د خوندي کولو لپاره یو اساسي مورد د ښځو سیاسي ونډه او حقونه ساتل دي.
آغلې ګیلاني د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړ کې د ملګرو ملتونو رول، د سیمهييزې اجماع پیاوړتیا او د ګاونډیو هېوادونو رول مهم وبلل او ویې ویل چې د دغه بهیر د ملاتړ لپاره د نړیوالو همکارانو تر منځ د همغږۍ او انسجام پیاوړي کولو ته اړتیا ده.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي هم د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د هدفي وژنو درولو، د روان تاوتریخوالي ختمولو او دوامدار اوربند د کېدلو په برخه کې یې د مذاکرهکوونکي پلاوي هڅې یادې کړې.
آغلې کوفي د سولې مذاکراتو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د سولې بهیر د مختهوړلو لپاره څرګندو او سنجیده میکانیزمونو ته اړتیا ده او د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي پر دغو میکانیزمونو کار کړی.
دې د باثباته افغانستان لپاره د مخکېنیو همکاریو په دوام کې د نړیوالو همکارانو رول مهم وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې د سولې او امنیت ټينګښت د سیمې د ثبات لپاره مهم او حیاتي دی.
همدا راز آغلې کوفي په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د نړیوالو ضمانتونو د اهمیت او د ملګرو ملتونو د رول په اړه وغږېده. دې وویل هغه پرېکړې چې په دغه بهیر کې کېږي، باید ډاډمنه کړي چې افغانستان به سولې او ثبات ته ورسوي.
د ناروې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم وویل چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې تر څنګ د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي او په افغانستان کې به د دایمي سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې همکار وي.