د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د امریکا د دفاع وزارت په معاونیت کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا د برخې له مسوولې ریبکا زیمرمن سره آنلاین ناسته وکړه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فوزیې کوفي او شریفې زرمتۍ وردګ په یوه آنلاین ناسته کې ګډون وکړ چې د امریکا د دفاع وزارت په معاونیت کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا د برخې له مسوولې ریبکا زیمرمن او د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې ځینو فعالو ښځو ګډون پکې کړی و.
مېرمن کوفي په دې ناسته کې وویل: په بېلابېلو برخو کې د ښځو اوسنی حضور د هغو ښځو د دوامدار کار پایله ده چې په دې لاره کې یې مبارزه کړې ده او د ښځو رول یې جدي ګڼلی. دا مبارزین هغه کسان دي چې له بده مرغه اوس زموږ تر منځ نهشته. دې وویل چې د ښځو په ملاتړ کې د افغانستان د نړیوالو همکارانو رول هم اغېزناک و.
دې وویل، د ښځو د حقونو او لاستهراوړنو د خوندي کولو لپاره د سولې په بهیر کې د ښځو حضور مهم او حیاتي دی. د هغو ښځو حضور چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې فعال رول لري، که څه هم د شمېر له اړخه کافي نه دي خو په دې برخه کې د مختهتګ یو ګام شمېرل کېږي.
فوزیې کوفي وویل، په افغانستان کې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې کوم بدلونونه راغلي، د ښځو رول پکې اساسي دی. همدا راز ویې ویل چې د سولې بهیر په جریان کې مو د هېواد د بېلابېلو برخو له ښځو سره خبرې او مشورې کړې دي او تل مو یې اندېښنې او نظرونه پوښتلي دي.
همدا راز دې وویل چې سوله یوازې د واک شریکول نه دي، بلکې باید د ټولنې تل ته لاړ شو او د سولې د ټینګښت لپاره فکر او عمل وشي.
آغلې کوفي وویل، اوربند لومړنی هغه مورد دی چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي له مقابل لوري سره د بحث لپاره مطرح کړی او زیاته یې کړه چې د دواړو لورو کافي ژمنتیا د دغه بهیر پر بریالیتوب اساسي اغېز لرلی شي.