د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس او غړو د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو د افغانستان لپاره د ناټو له لوی ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه بحث وکړ او په افغانستان کې د دایمي سولې او ټیکاو د راتلو لپاره د نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وشو.