د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستېتیوت په ناسته کې د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړې فاطمې ګیلاني ګډون
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستېتیوت او اتلانتیک شورا لهخوا په جوړه شوې آنلاین ناسته کې ګډون وکړ او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې خبرې وکړې.
مېرمن ګیلاني د دې مطلب په بیان سره چې د سولې ټینګښت لپاره غوره فرصت برابر شوی او باید د مخته وړلو لپاره یې هڅه وشي وویل، افغانستان په یو بل سياسي پړاو کې دی او موږ توانېدلي یو د مذاکراتو په لړ کې دغه نوی تصویر د مذاکراتو مقابل لوري ته ورسوو.
دې وویل، په مذاکراتو کې د یوه ټولشموله او متنوع پلاوي حضور د افغانستان اسلامي جمهوریت د پیاوړتیا ښودنه کوي.
مېرمن فاطمې ګیلانی د دې ترڅنګ چې د افغانستان اساسي قانون يې د هېواد د وګړو د حقونو متضمن وباله د وروستیو کلونو د ارزښتونو او لاستهراوړنو پر ساتلو هم ټینګار وکړ.
مېرمن ګیلاني زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی ټوله هڅه کوي چې د سولې خبرې اترې یوې پایلې ته ورسېږي، خو ټینګار یې وکړ چې د دغه بهیر د بریا لپاره د دواړو لورو ژمنتیا او هڅې مهمې او اړینې دي.
د ناستې پر دوام د پنل د غړو له خوا د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې.