د ناټو له ملکي استازي سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د رئیس آنلاین ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټفانو پونته کورو په آنلاین ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې دواړو لورو د تاوتریخوالو د زیاتوالي او له امله یې د شته ځاني مرګ ژوبلې په اړه خبرې وکړې او سیاسي حللاره یې په هېواد کې سولې او ټیکاو ته د رسېدو یوازېنۍ لاره وبلله.
دوی همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک له روانې جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او په هېواد کې د هر څه ژر سولې او ټيکاو د ټینګښت غوښتونکي دي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس د دې مطلب په بیان سره چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره رامنځته شوی فرصت ډېر ارزښتناک دی وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی به د سولې د مذاکراتو په مخته وړلو کې خپله ټوله هڅه وکړي.
ښاغلي ستانکزي د ګاونډیو، سیمې او سولې ملاتړو هېوادونو د اغېزناکتوب او رول په اړه په ټینګار سره وویل چې نړیواله همفکري او د یو غږ رامنځته کول د افغانستان د جګړې ختمولو لپاره د سولې په مذاکراتو کې مهم ګام دی.
د ناټو ملکي استازي هم د تاوتریخوالي د کچې زیاتوالی اندېښمنوونکی وباله او ويې ویل د افغانستان د خلکو هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ته ژمن دي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت ته هیلهمن دي.