د افغانستان د مدني ټولنې له مجتمع سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د رئیس او غړو ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع په ناسته کې په آنلاین ډول ګډون وکړ او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې خبرې وکړې.
د دغې ناستې په پیل کې د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي د افغانستان د جګړې او سولې پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او سوله یې یوه ملي او دیني اړتیا وبلله.
ښاغلي سعادتي وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت په مذاکرهکوونکي پلاوي کې هر پاړکی په تېره دیني علما شامل دي. ده د افغانستان د سولې په بهیر کې د دیني علماوو رول ارزښتناک او اغېزناک وباله.
د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د افغانستان د سولې په بهیر کې د نړۍ او په تېره د اسلامي هېوادونو د رول او مستقیم او نامستقیم اغېز په اړه خبرې وکړې. همدا راز په دوحه کې یې د سولې بهیر د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او په هېواد کې د روان تاوتریخوالي زیاتوالی یې خلکو ته له زیانه ډک او د نه منلو وباله.
ښاغلي ستانکزي د مذاکرهکوونکي پلاوي په غړو کې د دیني علماوو رول ته اشاره وکړه، د دغه پلاوي د غړو مننه یې وکړه چې د سولې مذاکراتو په جریان کې یې واحد دریځ لرلی او منطقي او قوي استدلال یې کړی.
د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس په افغانستان کې د روانې جګړې د ناروا بللو په اړه د اسلامي نړۍ علماوو د نړیوالې شورا د اعلامیې په اړه وویل چې دغه اعلامیه په پراخه کچه منعکسه شوې ده او د افغانستان او روانې جګړې په اړه د اسلامي علماوو لیدلوری څرګند او روښانه دی.
ښاغلي ستانکزي په وروستیو کلونو کې په هېواد کې رامنځته شوې وړتیاوې په تېره په دیني برخه کې پام وړ وبللې او د سولې په برخه کې یې د دیني علماوو رول او فعالیتونه مهم وبلل.
ده وویل: موږ له جګړې څخه سولې ته د تګ په پړاو کې یو او د دغه پړاو د بریالي کېدو لپاره د افغانستان له لویو علماوو سره همغږۍ او نږدېوالي ته اړتیا ده تر څو په هېواد کې اړین انسجام رامنځته شي؛ ځکه په هېواد کې روانه جګړه او تاوتریخوالی له شرعي او اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی.
د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس د سولې په بهیر کې د یوه اغېزناک فکتور په توګه په بېلابېلو داخلي برخو کې د اجماع پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې بهیر د افغانانو خپلمنځي بهیر دی او باید په ټولنه کې له منل شوي منطق او اصولو سره سم افغانان پهخپله د خپل برخهلیک په اړه تصمیم ونیسي.
ورپسې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړی مولوي عنایتالله بلیغ د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو او ځوانانو پر ځای او مقام وغږېد.
ښاغلي بلیغ وویل چې په لومړي ګام کې زموږ غوښتنه د اوربند له لارې د ملکي وګړو د قربانۍ درول دي؛ ځکه زموږ خلک په یوه ناروا جګړه کې هره ورځ وژل کېږي.
ده وویل چې په هېواد کې د ځوانانو رول اساسي او مهم دی او زیاته یې کړه، زموږ امنیتي ځواکونه د هېواد ځوان پاړکی دی چې د هېواد او خلکو د ساتنې لپاره ځانونه قربانوي او موږ ټول یې د سرښندنې پوروړي یو.
مولوي عنایتالله بلیغ د خبرو په دوام وویل چې زموږ اوسنی نظام اسلامي نظام دی. د دغه نظام د پیاوړي کولو او روانې جګړې ختمولو لپاره د اسلام د سپېڅلي دین د اصولو او لارښوونو پر بنسټ له مقابل لوري سره هر ډول مذاکرې ته چمتو یو. همدا راز ده وویل چې په هېواد کې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو حقونه ساتل او خوندي کول د اسلام د سپېڅلي دین یوه اساسي لارښوونه ده او موږ په دې برخه کې هر ډول ګډ کار ته چمتو یو.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي هم د افغانستان په تاریخ کې د علمای کرامو او ښځو برجسته رول ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د جګړې ختمولو او سولې او ثبات ټينګولو لپاره د اعتدالمحورو، اعتدالخوښوونکو او هغو علماوو رول برجسته دی چې په واقعي او دقیق ډول پر دین پوهېږي.
آغلې کوفي وویل چې د اقتصادي او ټولنیز نظام د ادارهکوونکو په توګه د ښځو رول مهم دی او ټینګار یې وکړ چې د دوی شرعي حقونه باید خوندي شي. دې وویل، ښځې د ټولنې داسې برخه ده چې انکار نهشي ترې کېدای، ښځو او نرینهوو ته د اسلام حکم زدهکړه ده او باید دغه حق ترې وانهخیستل شي.
فوزیې کوفي وویل چې د مذاکرهکوونکي پلاوي د کاري پلان یوه برخه د دواړو لورو د جګړې قربانیانو ته معقوله او عدالتمحوره رسیدهګي ده او زیاته یې کړه چې د قربانیانو د غږ اورېدو لپاره مشورتي ناستې شوې دي او له دوی سره اړیکه به دوامداره وي.
د ناستې په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل او د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس او غړو یې ځوابونه ورکړل.