له بهر مېشتو افغانانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي آنلاین ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو له بهر مېشتو افغانانو سره په یوه آنلاین ناسته کې په ۱۳ اروپايي هېوادونو او امریکا کې له مېشتو افغانانو سره د افغانستان د سولې مذاکراتو بهیر په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس د بهر مېشتو افغانانو مننه وکړه چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی او ویې ویل چې په هېواد کې د روانې جګړې اصلي قربانیان افغانان دي.
ښاغلي ستانکزي د افغانانو تر منځ د اجماع پر ټينګښت او پیاوړتیا او د سولې او ټيکاو د ټينګښت لپاره د واحد غږ پر لرلو ټينګار وکړ. ده وویل چې افغانستان باید تېرو تیارو ته ور ونهګرځي، بلکې په یووالي او پیوستون سره باید اېښودل شوی بنسټ لا پیاوړی کړو.
د ناستې په دوام ګډونوالو د سولې بهیر د جریاناتو د څرنګوالي؛ د ښځو، ځوانانو او لږکیو د حقونو خونديتابه او په دغه بهیر کې د دوی د رول؛ په هېواد کې د روان تاوتریخوالي؛ او د مذاکراتو درېدو د لاملونو په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.
ګډونوالو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ټينګښت یو ټولیز مسؤولیت وباله او ویې ویل چې د افغانستان ټول خلک باید د ملي ګټو په رڼا کې سولې او ټیکاو ته کار وکړي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د ګډونوالو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې د سولې په بهیر کې د کډوالو رول مهم دی. دغه راز د جګړې درېدو او اوربند لپاره هڅې یې د ټولو افغانانو دنده وبلله.
همدا راز د پلاوي غړو د ملي شورا او لویې جرګې په څېر جوړښتونه د سولې د هوکړې وروستي تصمیمنیوونکي وبلل، تر څو په هېواد کې د شته ارزښتونو ساتنه ډاډمنه شي.
په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د دغو ناستو دوام مهم وباله او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د افغانو کډوالو ګډون مهم او اساسي دی.