د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او ونډې په اړه په دوه‌ورځني سیمینار کې ګډون وکړ

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو فوزیې کوفي، فاطمې ګیلاني او شریفې زرمتۍ وردګ د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او ونډې په اړه په دوه‌ورځني آنلاین سیمینار کې ګډون او خبرې وکړې. دغه سیمینار «د شمالي اروپا د منځګړو ښځو شبکې» جوړ کړی و.
په کابل کې د ډنمارک سفیر میتي نوډسن په دغه سیمینار کې وویل: که څه هم په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی، خو د سولې مذاکرات د دغه ناورین د حلولو لپاره یو مناسب فرصت دی. په دغه فرصت کې باید د ښځو پر رول، د ښځو د حضور پر اړتیا او په دغه بهیر کې د دوی د نړیوال ملاتړ پر څرنګوالي بحث وشي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي په دغه سیمینار کې وویل: ښځې نه یوازې دا چې د جګړې قربانیانې دي، بلکې په دې جګړه کې یې د کورنۍ تر ټولو نږدي غړي هم بایللي. له دې امله د ښځو رول نه یوازې د دوی د حقونو په ساتلو کې، بلکې د سولې بهیر په ټولو مسایلو کې مهم او ارزښتناک دی.
همدا راز دې وویل چې د هوسا ژوند لرلو لپاره د ښځو لومړیتوب د زده‌کړو او تحصیل په ګډون سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت، عدالت او درناوي ته لاس‌رسی دی.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې فاطمه ګیلاني د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د رول او ملاتړ په اړه وغږېده او ویې ویل چې د افغانستان سوله د نړۍ په ثبات او آرامۍ کې ډېر رول لري.
همدا راز آغلې ګیلاني د افغانستان په اسلامي جمهوري نظام په تېره په اساسي قانون کې د اسلامي ارزښتونو او قوانینو د مقام په اړه معلومات وړاندې کړل.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ وردګ هم په افغانستان کې تر سولې وروسته په تطبیقي میکانیزمونو کې د ښځو د حقونو ساتلو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
دغه سیمینار چې د هېوادونو د سفیرانو او دیپلوماتیکو استازو او تر ډېره د ښځو حقونو د اروپايي فعالانو په ګډون په دوو ورځو کې ترسره شو، د افغانستان د سولې په بهیر کې د 1325 پرېکړه‌لیک د بېلابېلو اړخونو پر طرح، د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو پر مشارکت او په 2021 کال کې د نړیوالو لوبغاړو د رول په اړه بحث پکې وشو.