د ۳۴ ولایتونو له استازو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو آنلاین ناسته

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو د ۳۴ ولایتونو د ټولنیزو فعالانو او مدني بنسټونو له استازو سره «د بین‌الافغاني سولې مذاکراتو د بهیر لاسته‌راوړنې، ننګونې او اړتیاوې» په نامه په یوه مجازي بحث کې خبرې وکړې. دغه بحث د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ جوړ کړی و.
په پیل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه وغږېد.
ده وویل چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته یې کړه چې د سولې په بهیر کې باید د ملي نهادونو بنسټونه هم پیاوړي شي.
همدا راز ښاغلي ستانکزي وویل، د سولې بهیر باید چټک شي. خو ټینګار یې وکړ چې په دغه بهیر کې بیړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه‌کړي.
د ناستې په دوام د 34 ولایتونو استازو خپلې پوښتنې او نظرونه څرګند کړل، ورپسې د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د نظرونو په اخیستو سره د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د ګډونوالو پوښتنې او وړاندیزونه د تاوتریخوالي د کچې پر ډېرېدو، د سولې مذاکراتو بهیر د درېدو او ټکني کېدو پر عواملو، د مذاکرې پر مېز د طالبانو د نه حضور پر دلایلو، د وګړو په تېره د ښځو د حقونو پر ساتنه، په ټولو برخو کې د تېرو کلونو د لاسته‌راوړنو پر ساتنه او د دغه بهیر پر راتلونکو ګامونو متمرکز وو.
د ناستې په پای کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي وویل، په دې ناسته کې د مطرح شوو نظرونو او پوښتنو کچه ښيي چې د افغانستان خلک د سولې له بهیر سره بامسؤولیته چلند کوي او د دغه بهیر ټولو اړخونو ته متوجه دي. همدا راز ده وویل، اړتیا ده چې دواړه مذاکره‌کوونکي لوري د دغه بهیر په اړه د افغانستان خلکو ته ځواب ووايي.