کندهار مېشتو له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره خپل نظرونه شریک کړل

a.zia

د کندهار اوسېدونکو د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي له غړو مولوي عطاءالله لودین او شریفې زرمتۍ وردګ سره «د سولې بحث» په ناسته کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په دې ناسته کې ګډونوالو په 9 کاري ډلو کې پر بشري حقونو، تعلیم او تحصیل، د جنګیالیو پر بیا ادغام، حکومتولۍ، د بیان پر آزادۍ، د ښځو د حقونو خوندي کولو پر څرنګوالي، انتقالي عدالت، د جګړې قربانیانو ته پر پام او ډیموکراسۍ بحث وکړ، د خپلو نظرونو او وړاندیزونو پایله یې له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره شریکه کړه.
مولوي عطاءالله لودین د خلکو د ټولو خدمتونو د زېربنا په توګه د دیني او ملي ارزښتونو شتون مهم وباله او په ټولو برخو کې یې د لاسته‌راوړنو د ساتنې پر اړتیا خبرې وکړې.
همدا راز ښاغلي لودین د جرګو او علمي غونډو له لارې د علماوو رول مهم او بنسټیز وباله، پر سراسري او دوامدار اوربند او جګړې ختمېدو یې ټینګار وکړ.
شریفې زرمتۍ وردګ وویل چې په ولسي ناستو کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو ګډون او له هغوی سره بحثونه کول د دغه پلاوي کاري اصول دي او زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکي پلاوی تل د خلکو او په تېره د ولایتونو د اوسېدونکو نظرونه او وړاندیزونه اخلي.
همدا راز دې د ښځو د حقونو خوندي کولو، د شهیدانو او معلولینو کورنیو او وارثینو ته د رسیده‌ګۍ او د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د شریکولو په اړه خبرې وکړې.
د ناستې په دوام د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو په یادو شوو 9 برخو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د یادونې ده چې د ډیالوګ او پرمختګ ملي مرګز «د سولې بحث» په نامه د افغانستان د خبرو اترو د پروګرامونو لړۍ جوړه کړې ده.