د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د رئیس او غړو ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د مذاکرهکوونکي پلاوي یو شمېر غړو د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره آنلاین خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بهیر بحث وشو.
په پیل کې ښاغلي ستانکزي له نړیوالې ټولنې په تېره د ناټو له غړو هېوادونو مننه وکړه چې د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ او د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار کوي. ده وویل، د سولې مذاکراتو بهیر هغسې چټک مخ ته نه ځي چې باید وای او اړتیا ده چې د افغانانو د غوښتنې پر اساس اوربند وشي.
همدا راز د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس د مذاکرهکوونکي پلاوي د ښځینه غړو د فعال او بامعنا رول مننه وکړه.
په دې ناسته کې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د بشر، ښځو او اقلیتونو د حقونو په ملاتړ کې د ناټو پر همکاریو او دوامدار اوربند ته ته پر اړتیا خبرې وکړې.
د ناستې په دوام د ناټو د غړو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او استازو د افغانستان د سولې بهیر په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو ځوابونه ورکړل.
په پای کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو د ګډونوالو د حضور مننه وکړه او ویې ویل چې ناټو د افغانستان د سولې بهیر په اړه پر خپلو ژمنو ولاړه ده.