د ۱۶ ولایتونو د ښځو له استازو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو ډاکتر حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ په یوه آنلاین ناسته کې د افغانستان د ۱۶ ولایتونو د ښځو له استازو سره خبرې وکړې.
د دغې ناستې په پیل کې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د دغه پلاوي د فعالیتونو او سولې مذاکراتو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په دوام ګډونوالو د سولې بهیر په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.
د سولې مذاکراتو پر مېز د طالبانو نه حضور، اوربند او تاوتریخوالی ختمېدل، د ښځو د وروستیو لاستهراوړنو او جمهوریت ساتل، بشري حقونه ساتل او د مذاکراتو په بهیر کې د ښځو ګډون هغه موارد وو چې په دې ناسته کې پرې بحث وشو.
د یادونې ده چې دغه ناسته په کابل کې کورداید مؤسسې جوړه کړې وه.
په دغه ناسته کې د جوزجان، کابل، بدخشان، پروان، هلمند، تخار، پکتیا، پکتیکا، نیمروز، میدان وردګو، بغلان، کندهار، سمنګان، ننګرهار، لوګر او دایکندي ولایتونو استازو حضور درلود.