د مذاکره‌کوونکي پلاوي د علماوو کمېټې د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې له مشرتابه سره وکتل

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو مولوي عطاءالله لودین، مولوي عنایت‌الله بلیغ او محمد ناطقي نن په دوحه کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې له مشرتابه ډاکتر احمد الریسوني او ډاکتر قره‌داغي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر په اړه بحث وکړ.
د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې مشرتابه وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه‌لري، له دې امله په‌کار ده چې د جګړې ختمولو ته سیاسي حل‌لاره ولټول شي. دوی زیاته کړه چې په اوسني وضعیت کې بیړنی اوربند شرعي واجب امر دی او د مذاکراتو لوري باید زر تر زره په دې اړه هوکړې ته ورسېږي.
همدا راز دوی د افغانستان د روانې جګړې لامل سیاسي اختلافات وبلل او ویې ویل، د سولې په بهیر کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو رول اساسي دی.
په دې ناسته کې د مسلمانو علماوو نړیوالې اتحادیې د دفتر مشرتابه د مذاکراتو له لورو وغوښتل چې د سولې مذاکراتو بهیر په حوصلې سره چټک کړي.