د سولې اهمیت او فضیلت

a.zia
smp

لیکوال: گل‌آغا احمدی

د پيل خبره

سوله په عمومي توګه د خلکو تر منځ او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د ډېرو نیکو کارونو څخه ګڼل شوې چې خدای (ج) یې د تامین په موخه امر کړی دی او د سولې په کولو سره یې د زیاتو فضایلو زېری او په نه کولو سره یې د ډېرو مفاسدو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی. د دې اهمیت او فضیلت اړخونه ډېر زیات دي چې مهم به یې ګران لوستونکي د دې څپرکي په لړ کې و لولي.

خدایي امر

خدای (ج) په تکرار سره په متعددو آیتونو کې د وګړو تر منځ د سولې د تامین په هکله ټینګار او امر کړی دی څو په ټولنه کې یووالی، مینه، وررګلوي، محبت، ښه ژوند، ښیرازي، آبادي او سمون قایم شي. دغه ډول امرونه درې ځایه په حجرات سوره او یو ځلې په انفال سوره کې راغلي دي. طبیعي خبره ده چې خدای (ج) خپلو بندګانو ته په هغه څه امر کوي چې د زیات اهمیت، ټولنیزې اصلاح او لوړ مقام څخه برخمن وي. خدای پاک د انفال په سورت کې فرمایلي دي: «فاتقوالله و اصلحوا ذات بینکم» الانفال ۱ آیت[1]

ژباړه: د خدای څخه و ویریږی او په خپل منځکې سوله وکړی.

پوهانو ویلي دي چې تاسو د هغه څه په باب تر خپل منځ اصلاح راولی چې ستاسو له منځ څخه هر ډول اختلاف، بدبیني، تاوتریخوالی او د اختلاف اسباب ورک کړي او زوړنه یووالي او محبت ته را وبولي. همدارنګه هغه فضا ستاسو له منځ څخه ورکه کړي چې نزاع، خصومت، مشاجرې، جنجالونو او بېلتون په سبب را منځته شوی وي. د عفوې، نیکو اخلاقو او ښه سلوک په وسیله هغه بغض، عداوت، دښمني او زړه بدوای د وګړو له منځه ورک شي چې د اختلاف په سبب یې د افرادو او ټولنو تر منځ ځای نیولي دی.

خدای پاک (ج) فرمايي: «و ان طایفتان من المومنین اقتتلوا فاصلحوا بینمها» الحجرات ( ۹ـ۱۰)[2]

ژباړه: که چیرې د مومنانو دوې ډلې په جګړه اخته وي نو د دوی تر منځ سوله وکړي.

د پیغمبر لاره

د سولې د هغه عظمت او لويې له کبله چې خدای پاک (ج) ورکړی دی، د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) نه یوازې د وګړو تر منځ د سولې تامین مهم ګڼلی بلکي په دې برخه کې یې د ژوند تر پایه هڅې کړې دي او مسلمانان یې سولې ته هڅولي چې د نورو پیغمبرانو په څیر د وروستي پیغمبر (ص) د رسالت یوه مهمه دنده ده. پیغمبر (ص) د خلکو تر منځ د سولې تحکیم، د عدل خپرول، د ظلم نابودي، د ناروا کړنو سره مبارزه او د وګړو تر منځ د اختلافاتو له منځه وړل د خپل رسالت مهم ټکي بلل.

بخاري (رح) په یوه حدیث شریف کې فرمایلي دي: د بني عمرو د قبیلې تر منځ جګړه نښتې وه او نبي کریم (ص) ته چا احوال ورکړ، نو هغه (ص) د ماسپښین د لمانځه د ادا کولو څخه وروسته د پیښې ځای ته ورغی او تر منځ یې سوله وکړه. رواه البخاري، کتاب احکام، ح رقم ۶۶۵۳[3]

په یو بل حدیث شریف کې راغلي دي د قبا د خلکو په منځ کې داسې جګړه پېښه شوه چې یو بل یې په ډبرو وېشتل، نو پیغمبر (ص) چې کله د پیښې څخه خبر شو ویې ویل: «راځی چې ولاړ شو او تر منځ یې سوله وکړو.» رواه البخاري، کتاب الصلح، ح ر ۲۴۹۶[4]

له دې څخه ښکاري چې د جګړې د پېښېدو او د تاوتریخوالي د ناوړه خبر د اورېدو سره جوخت د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) سمدلاسه د ښکېلو ډلو تر منځ د سولې امر کړی، پخپله یې د سولې د تامین په لاره کې ونډه اخیستې، عملي اقدام یې کړی او خپل صحابه یې هڅولي دي چې د نزاع د دواړو اړخونو تر منځ سوله وکړي او په دې باب یې همیشه د یوه عادل امام، بهترین قاید، اغیزمن رهبر او ښه لارښود دریځ غوره کړی دی. همدارنګه پیغمبر(ص) په بیړنۍ توګه هڅه کړې ده چې د خلکو تر منځ د تاوتریخوالي کرکجنه فضا د نیکمرغۍ، سولې، امن، سمون، یووالي او ښېرازۍ په فضا بدله او په خپلو وړانګیزو لارښوونو او اعمالو سره وګړي نېکو چارو او خپلمنځي یووالي ته را و بولي.

د منځګړي صفت

د قران کریم ارشاداتو او د نبوي کریم(ص) لارښوونو همېش هغه شخص غوره ګڼلی دی چې د خلکو تر منځ سوله‌ییزه فضا رامنځته او د دوی تر منځ د محبت لړۍ پياوړې کړي.

خدای(ج) فرمایلي دي: «په ډیرو پټو مشورو کې خیرښېګڼه نشته خو یوازې هغه پټې مشورې له ښیګڼې څخه ډکې دي چې په صدقه، نېک کار او د خلکو تر منځ د سولې د استحکام په هکله امر کوي» د نساء سورت ۱۱۴ آیت[5]

همدارنګه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) د هغه شخص صفت کړی او نوموړی یې ښه ګڼلی دی چې د وګړو تر منځ سوله کوي او په ټولنه کې د اصلاح راوستلو په موخه هڅې کوي. لکه چې فرمایي: «له دې څخه د ابن آدم په اعمالو کې بهتره او غوره څه نشته چې لمونځ وکړي، د خلکو تر منځ اصلاح راولي او ښه اخلاق و لري» الالباني، سلسله الاحادیث الصحیحه، ح رقم ۱۴۴۸[6]

همدارنګه پيغمبر(ص) د خپل لمسي حسن(رض) په باره کې فرمایلي دي: «زما دغه زوی داسې یو نېک سړی دی چې له ما وروسته به د ده په وسیله د دوو ښکیلو مسلمانو ډلو تر منځ اصلاح رامنځته کېږي» رواه البخاری، مناقب، ح رقم ۳۳۷۵[7]

له دې احادیثو څخه ښکاري چې پیغمبر(ص) همېشه مسلمانان سولې ته هڅولي دي او هغه شخص یې بهتره ګڼلی دی چې د دوو متخاصمو ډلو یا افرادو تر منځ سوله راولي. همدارنګه په وروستي حدیث شریف کې د پیغمبر(ص) د لمسي حسن(رض) لپاره زېری دی چې نوموړی به د دوو مسلمانو ډلو تر منځ د مصلح او د سوله راوستونکي ویاړ به تر لاسه کوي چې د تاریخي لاسوندونو پر بنسټ دغه راز سوله بیا وروسته واقع شوه او د همدې سولې کال ته د عام الجماعه نوم ورکړل شو.

ابن حجر (رح) فرمایلي دي: «د یوه غوره مصلح او دریځ نیوونکي په توګه د امام حسن (رض) په هکله زیری څرګندول د نبي (ص) د معجزو یوه برخه ده، بل دا چې دا زېری د امام حسن (رض) فضیلت ثابتوي او مسلمانان هڅوي څو د افرادو او ټولنو تر منځ د سولې په راوستلو کې وار لومړی او له دې فضیلت څخه تر بل هر چا په ښه توګه برخمن شي.» فتح الباري، ۱۳/۶۶ [8]

د ښه والي انعکاس

د دې لپاره چې په سوله کې د نړۍ لپاره ستر خیر د ټولنې لپاره لویه نیکمرغي او د انسانانو لپاره لویه ښېګڼه نغښتې ده، نو په اسلامي ارشاداتو کې د هغې مقام ته په ډېره درنه سترګه کتل شوي او ستر پرودګار سوله خیر ګڼلې ده:

لوی خدای(ج) د نساء د سورت په ۱۲۸ آیت کې فرمایلي دي: «والصلح خیر» ژباړه: او سوله ښه ده.[9]

سره له دې چې د دې آیت شریف ظاهري مطلب د کور په انګړ کې د ښځې او خاوند تر منځ د سولې ایزې فضا رامنځته کول او ټینګښت دی خو په عام ډول مسلمانان سولې، روغې جوړې او د داسې یوې فضا تامین ته هڅوي چې په کورنۍ، ټولنه، سیمه او نړۍ کې د موجودو پرګنو تر منځ د سولې او دوستۍ روښانه فضا رامنځته کړي، آرامي راولي، امن قایم کړي او د سکون وړانګو ته لاره پرانیزي. بېله شکه چې د داسې یوې فضا په رامنځته کېدو سره به په نړۍ کې د هر ډول ډار، وېرې، تشویش او خوف فضا له منځه ځي او د سولې ټینګښت به د انسانانو تر منځ د هراړخیزې ښېګڼې د تامین سبب کېږي.

څرګنده بریا

صلح په قرآن عظیم‌الشان کې د لویې فتح، سترې بريا، واقعي سلامتیا او د ټولنې د هراړخیزو آرونو د غوره ساتونکې په نوم نومول شوې ده څو وګړي و هڅول شي چې د خپل ژوند بنسټ ته د سولې او ټیکاو په وسیله د ښه والي، بریالیتوب او نیکمرغۍ رنګ ورکړي.

د فتحې مانا دا ده چې سوله د کرکې او کینې په لومو کې ګنډلي زړونه د رحم په کلۍ سره پرانیزي له همدې کبله د حدیبیې د صلح پر مهال لوی خدای(ج) د الفتح په لومړي آیت کې فرمایلي دي: «انا فتحنا لک فتحا مبینا» ژباړه: په تحقیق سره ما تاسو ته ښکاره فتح درکړه.[10]

الزمخشري په خپل کتاب الکشاف کې ویلي دي: «د حدیبیې صلح ته ځکه د فتح المبین یانې ښکاره بریا نوم ورکړل شوی دی چې په هغه کې مسلمانان راښکاره شول، له مشرکینو سره د یو مطرح طرف په توګه په مجلس کې کښېناستل او د سولې د شرایطو په هکله یې مذاکرې ورسره وکړې او بالآخره د سولې پرېکړې ته سره و رسېدل. د حدیبیې صلح د دې سبب شوه چې په ښکاره ډول او له کومې ویرې یا اندیښنې پرته په اسلام کې د مسلمانانو داخلېدو ته په لوی لاس لاره پرانیستل شي او د مکې شریفې د فتح څخه د مخه په دریو راتلونکو کلونو کې بې‌شمېره کسان د اسلام په سپیڅلې دایره کې شامل او په کفارو د وهم څپه ګډه شوه. له ټولو څخه ممهه خبره دا ده چې د حدیبیې صلح د دې سبب شوه چې د مکې مکرمې د فتح کېدو لاره پرانیستل شي»[11]

القرطبي په خپل تفسیر کې ویلي دي: «د حدیبیې له صلح وروسته مسلمانان په دې و توانېدل چې په زرګونو کسان مکې شریفې ته ولاړ شي او هغه فتح کړي»[12]

الشنقیطي په خپل کتاب کې په دې هکله ویلي دي: «دغه سوله د اسلام په مناسباتو او اړیکو کې تر ټول لوی مناسبت ګڼل کیږي ځکه د مکې مشرکینو قریشو په داسې حال کې د مسلمانانو په سیاسي جوړښت باندې اعتراف وکړ چې سولې ته یې میلان ښودلی وو او دواړه اړخونه د سولې په پریکړې موافقې ته سره و رسېدل»[13]

د سلامتیا ضامن

سوله په زړونو کې امن، سلامتیا او امان ته لاره ورکوي، د سولې په موجودیت سره زړونه ډاډ حاصلوي او دغه ډاډ د ځاني، مالي او د ژوند د هراړخیزو چارو په برخه کې حاصلیږي او وګړي د هر ډول تشویش، ویرې، ډار، ترهې، یرغل، جګړه‌ییز حالت، د یو بل د احتمالي ضرر رسولو او تېري څخه په امن کیږي.

خدای پاک فرمایلي دي: «یا ایهاالذین آمنو ادخلو في السلم کافه» البقره/ ۱۲۸ آیت[14] ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی داخل شی د اسلام او سلامتیا په دایره کې په بشپړه توګه.

مفسرینو ویلي دي: «که چیرې سین په فتحه یا زور سره وویل شي نو د سولې مانا ترې جوړیږي او که چیرې سین په کسره یا زیر سره وویل شي نو په اسلام کې د داخېلدو په مانا دی». روح المعاني[15]

ابن حجر العسقلاني په دې باب ویلي دي: «هغه څوک چې د دې آیت سین په فتحه سره وایي، هغوی داسې معنی او تاویل کړی دی چې تاسو په صلح او امن کې په بشپړه توګه داخل شی، جګړه، لانجه او اختلاف پرېږدی. خو هغه څوک چې د السلم د لفظ سین په کسره یا زیر سره وايي هغو دوه ډوله خبره کوي یوه مانا یې دا ده چې دا کلیمه په اسلام کې د داخلېدو په مانا ده او بله مانا یې صلح، امن او سلامتیا ده».[16]

الرازي په خپل کتاب کې ویلي دي: «په دې آیت کې هغه قول، تفسیر یا تاویل راجح دی چې السلم د سولې معنی ورکوي او د خدای(ج) د دې آیت په استناد یې د سولې د لفظ تفسیر راجح ګڼلی دی: لکه چې فرمايي: «واعتصموا بحبل الله جمیعا و لا تفرقوا» آل عمران ۱۰۳[17]

ژباړه: منګولې و لګوی د الله په رسۍ باندې ټول او اختلاف مه کوی.

یا دا آیت شریف چې خدای (ج) فرمایلي دي: «و ان جنحوا للسلم فاجنح لها» الانفال ۶۱ آیت[18]

ژباړه: که چیرې دوی د سولې خواته میلان پیدا کړ نو ته هم د سولې خوا ته میلان پیدا کړه.

یا دا آیت شریف چې خدای پاک (ج) فرمایلي دي: «فلا تهنوا و تدعوا الی السلم و انتم الاعلون ان کنتم مومنین»[19] محمد/ ۳۵

ژباړه: تاسو مه غمجن کیږی چې تاسو یې سولې ته را وبللی، تاسو لوړ او بریالي یاست په هغه صورت کې چې مومنان وی.

نو له دې څخه ښکاري چې سوله د انسانانو په وجود د امن، سلامتیا او آرامۍ فضا راولي او سوله د خدای(ج) پرېکنده امر دی چې مسلمانانو ته یې په بشپړه سوله او امن کې د داخېلدلو، اوسېدلو او ژوند کولو امر کړی دی.

ستر اجرونه

په دې کې شک نشته چې مصلح انسان ته د ده د نیک عمل په مقابل کې د ستر پروردګار له لوري د ستر اجر او لوی شاباسي وعده شوې او د ده مقام، هڅو او کار ته په درنه سترګه کتل شوي دي.

خدای (ج) فرمایلي دي: «و من یفعل ذالک ابتغاء مرضات الله فسوف نوتیه اجرا عظیما»[20] النساء/ ۱۱۴

ژباړه: څوک چې دا کار د الله(ج) د رضا لپاره وکړي، نو ژر ده چې هغه ته به لوی اجر ورکړو.

همدارنګه د یوه بل آیت مفهوم په دې ډول دی چې په ډیرو مواردو کې په پټو مشورو کې خیر نشته مګر هغه مشورې ښې دي چې په صدقې، نیک کار او د خلکو تر منځ د سولې په تامین باندې امر کوي. څوک چې دغه کار د خدای(ج) د رضا لپاره سر ته رسوي نو ژر ده چې نوموړي ته لوی اجر حاصل شي.

السعدي ویلي دي: «اصلاح یوازې د هغو ښکېلو اړخونو تر منځ کېږي چې په یوه نزاع کې سره ښکېل وي او دغه نزاع د خلکو تر منځ د ستر بېلتون په اساس رامنځته شوې وي. نو له همدې کبله د دوی تر منځ د اصلاح راوستلو امر شوی دی څو د دوی تر منځ موجوده نزاع، بېلتون، جګړه، وینې تویول، یو بل ته ضرر رسول پای ته و رسېږي. د خلکو تر منځ د مصلح عمل له هغه شخص څخه کم نه دی چې د لمانځه، روژې او صدقې د ورکولو په عبادت بوخت وي بلکي تر هغې ډیر غوره دی»[21] تفسیر السعدي ۵/۲۷۶

د ابي درداء(رض) څخه روایت دی چې رسول الله(ص) فرمایلي دي: «آیا تاسو ته د هغه څه خبر درکړم چې له روژې نیولو، لمونځ کولو او صدقې ورکولو څخه یې درجه لوړه وي؟ صحابه وو وویل چې هو. نو پیغمبر(ص) و فرمایل: دا کار د ښکیلو اړخونو تر منځ سوله ده، ځکه چې اختلاف د وګړو تر منځ فساد، هلاکت او بربادي منځته راوړي»[22] رواه الترمذي ح رقم ۲۵۰۹

د مسلمانانو تر منځ د سولې د راوستلو په کار کې ډېره لویه ښېګڼه پوښلې ده ځکه چې مصلح هڅه کوي چې د خلکو تر منځ سوله ټینګه او د اصلاح راوستلو زمینه برابره کړي او دا کار داسې یو لوی عمل دی چې امت یې له ځاني عبادت څخه زیاته ګټه رسېږي.

عبدالله بن عمر(رض) د رسول اکرم(ص) څخه په یو بل حدیث شریف کې روایت کړی دی چې فرمایلي یې دي: آیا تاسو داسې یوې صدقې ته را وبولم چې الله پاک يې ډېره خوښوي؟ نو ما ورته وویل چې زما د مور او پلار په سر دې وه راته ووایه: نو پیغمبر(ص) و فرمایل: هغه مهال د خلکو تر منځ سوله راوله چې کله د دوی تر منځ فساد رامنځته شوی وي، هغه مهال نږدې والی راوله کله چې د دوی تر منځ بېلتون رامنځته شوی وي رواه البیهقي ح رقم ۱۱۰۹۴

امام بیهقي(رح ) په یو بل حدیث کې د نبي کریم (ص) څخه روایت کړی چې پیغمبر(ص) فرمایلي دي: «اې ابا ایوبه! آیا داسې عمل درته وښایم چې اجر یې ډېر لوی وي او ګناوې پرې له منځه ځي؟ د خلکو تر منځ هغه مهال اصلاح راوله کله چې دوی له یو بل سره په نزاع او اختلاف کې ښکېل وي او فساد یې تر منځ رخنه کړې وي. دا کار یوه داسې صدقه ده چې د خدای (ج) ډېره خوښېږي»[24] رواه البیهقي في الشعب الایمان ح رقم ۱۱۰۹۵

د خلکو تر منځ سوله راوستل د هغو لویو او نیکو کارونو څخه ګڼل کېږي چې اسلامي شریعت د هغه په مقابل کې مصلح ته لوی اجر ټاکلی دی.

امام اوزاعي(رح) په خپل کتاب موطا کې ویلي دي: د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې او اصلاح د تامین په موخه قدم پورته کول خدای(ج) ته تر بل هر ګام بهتره دی او چا چې د دوو ښکېلو اړخونو تر منځ سوله راوستله نو هغه ته خدای(ج) د دوزخ د اور څخه نجات ورکوي.[25] موطا للامام مالک ح رقم ۱۶۰۸

د بېلتون وقایه

په دې کې شک نشته چې سوله پخپل ذات کې یو عظیم ځواک دی او د انسانانو د هراړخیز ځواک او ژوند ضمانت له ځان سره لري ځکه چې د هر ډول اختلاف، بیلتون، نزاع او جګړې په صورت کې د یوې انساني ټولنې هراړخیز مادي او معنوي ځواک له نشت سره مخ کیږي او داسې کمزوري کیږي چې له جګړو څخه پاتې وکړي د بیوزلۍ، کمزورتیا، او ډول ډول ناخوالو په لومو کې ګرفتار او د ژوند له هر ډول سهولتونو څخه محروم کیږي.

الله(ج) فرمایلي دي: «ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ریحکم»[26] الانفال، ۴۶ آیت. ژباړه: «تاسو تنازع او اختلاف مه کوی ځکه چې د اختلاف په صورت کې ناکام کېږی او ځواک مو له منځه ځي»

پوهانو ویلي دي چې په دې آیت شریف کې خدای(ج) مومنان د الله(ج) او پیغمبر(ص) اطاعت ته رابللي او هر ډول بیلتون پالنې، اختلاف، لانجو او ښکیلتیا څخه یې د ځان ساتلو امر ورته کړی دی. همدارنګه مسلمانانو ته یې خبرداری ورکړی دی چې اختلاف او بیلتون مو ځواک له منځه وړي او له کمزورتیا سره مو مخ کوي.

د ابي هریره(رض) څخه روایت چې پيغمبر(ص) فرمایلي دي: «د خپلمنځي اختلاف او نزاع څخه ډه ډه وکړی ځکه چې خپلمنځي اختلاف د دین اساس نړوي».[27] رواه الترمذی فی کتاب صفه القیامه و الرقایق الورع، ح رقم ۲۴۲۲

د دې خبرې مانا دا ده چې د اختلاف کوونکو ښکیلو اړخونو او جګړه مارو سره د لانجې د اوږدوالي په صورت کې د نېکو اعمالو او حسناتو هېڅ توښه نه پاتې کېږي بلکي له دنیوي شرم او اخروي عذاب سره مخامخ کېږي.

له دې دلایلو څخه دا خبره جوته ده چې اختلاف او نزاع په څرګنده توګه ښکېلو افرادو او اړخونو ته د عذاب سبب ګرځي او هوښیارو پرګنو ته دا حقیقت په ګوته کوي چې د خپلو خلکو تر منځ د هر ډول اختلاف د پېښېدو په صورت کې له بل هر چا څخه د مخه سولې ته مراجعه وکړي او د ښکېلو اړخونو تر منځ سوله حاکمه کړي.

پایله

سوله د خدای(ج) مطلق امر دی او د سولې د تامین او موجودیت په صورت کې انسانان کولای شي چې د ژوند چارې په ښه توګه پر مخ روانې کړي او مومنو پرګنو ته په ښه شکل د عبادت کولو زمینه برابره شي. په دې کې شک نشته چې د سولې د تامین په صورت کې د انسانانو دیني، تعلیمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي، تخنیکي، هنري، تکنالوجیکي او هر اړخیزې چارې په ښه شکل دوام مومي او ټولنه له عامه تباهۍ، بدمرغۍ او تباهۍ څخه ژغورل کېږي. همدارنګه د سولې په موجودیت کې انسانان له یو بل سره د همکاریو ښې زمینې په لاس راوړي، د انسانانو د وینو د تویېدو مخنیوی کېږي او په ټولیزه توګه د ټولنې د پرمختګ کاروان د بریالیتوب پړاونه وهي.

 

 

[1] قرآن کریم، انفال سوره، لومړی آیت

[2] قرآن کریم، الحجرات سورت، ۹م او ۱۰م آیت

[3] رواه البخاري، کتاب احکام، ح رقم ۶۶۵۳

[4] رواه البخاري، کتاب الصلح، ح ر ۲۴۹۶

[5] قرآن کریم، د نساء سورت، ۱۱۴ آیت

[6] الالباني، سلسله الاحادیث الصحیحه، ح رقم ۱۴۴۸

[7] رواه البخاری، مناقب، ح رقم ۳۳۷۵

[8] فتح الباري ۱۳/۶۶

[9] قرآن کریم، د نساء سورت، ۱۲۸ آیت

[10] قرآن کریم، د فتح سورت، لومړی آیت

[11] الزمخشري، تفسیر الکشاف

[12] القرطبی، تفسیر القرطبي

[13] الشنقطي، الصلح فی ضوء القرآن‌الکریم

[14] قرآن کریم، البقره سورت، ۱۲۸ آیت

[15] کتاب روح المعاني

[16] تفسیر الطبري، ۲/۳۲۳

[17]  قران کریم، د آل عمران سورت ۱۰۳ آیت

[18] قرآن کریم، د الانفال سورت ۶۱ أیت

[19] قرآن کریم، د محمد سورت، ۳۵ آیت

[20] قرآن کریم، د نساء سورت، ۱۱۴ آیت

[21] سعدی، تفسیر السعدی، پنځم ټوک، ۲۷۶ مخ

[22] ترمذي، صحیح الترمذی، د حدیث شمېره ۲۵۰۹

[23] دغه حدیث شریف بیهقي روایت کړی او د حدیث شمېره ۱۱۰۹۴ ده

[24] رواه البیهقي في الشعب الایمان ح رقم ۱۱۰۹۵

[25] موطا للامام مالک ح رقم ۱۶۰۸

[26] قرآن کریم، د انفال سورت، ۴۶ آیت

[27]رواه الترمذی فی کتاب صفه القیامه و الرقایق الورع، ح رقم ۲۴۲۲