د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د محمدیه علماوو سازمان له رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال سره وکتل

a.zia

د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکره‌کوونکي پلاوي نورو غړو محمد ناطقي، شریفې زرمتۍ وردګ او باتور دوستم د محمدیه علماوو سازمان له رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال یوسف کالا او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د محمدیه علماوو سازمان رئیس وویل چې په یوه اسلامي ټولنه کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر تر پوښتنې لاندې راولي. همدا راز ده وویل، تمه کېږي چې دواړه مذاکره‌کوونکي لوري به د اوربند په کولو سره او د رغندو مذاکراتو له لارې سوله او امنیت تأمین کړي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي هم د ښاغلي کالا د خبرو هرکلی وکړ او ویې ویل چې اوربند او اغېزناک مذاکرات د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي یو لومړیتوب دی.
ښاغلي ستانکزي د سولې په مذاکراتو کې د اندونیزیا د رغنده رول مننه وکړه او د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړ کې یې د دوی د همکاریو دوام وغوښت.