د ښځو د بېلابېلو پاړکو له استازو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو مشورتي ناسته وشوه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشر او ښځینه غړو د ملي مصالحې عالي شورا، جمهوري ریاست، ملي امنیت شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځينه غړو، په ملي شورا کې د خلکو د استازو او د کابینې د غړو په حضور کې د ښځو له بېلابېلو پاړکو سره وکتل.
د غونډې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د هرکلي تر څنګ د دغې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د لومړي پړاو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د مذاکرهکوونکي پلاوي ښځینه غړو د مذاکراتو په ټولو برخو کې حضور درلود او هېڅ بحث د دوی له حضور پرته نه دی شوی.
ښاغلي ستانکزي د سولې په بهیر کې د ښځو د حضور او رول پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د ښځو انسجام د یوه قوت په توګه پر دغه بهیر اغېز لرلی شي او د افغانستان له سولې سره مرسته کولی شي.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د مذاکرهکوونکي پلاوي له رئیس او غړو سره خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې ډاکتر حبیبې سرابي د پوښتنو په ځواب کې وویل، هغه موضوعات چې اجنډا ته داخل شوي، مهم موضوعات دي خو لا تر اوسه د دواړو خواوو پلاوي د اجنډا اصلي بحث ته نه دي داخل شوي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي بلې غړې شریفې زرمتۍ وردګ د غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او ویې ویل، د پلاوي د غړو تر منځ یووالی او همنظري د دې لامل شوې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی منسجم عمل وکړي.
دې ټینګار وکړ چې د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره به استقامت او مبارزه وکړي. دې له ښځو وغوښتل چې د مذاکرهکوونکي پلاوي غږ کلیو او بانډو ته هم ورسوي.
د غونډې په دوام د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې زهرې مطهر احمدزۍ هم د ملي مصالحې په عالي شورا کې شویو کارونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا شورا غواړي چې د سولې په برخه کې ټولې هڅې منسجمې شي او نابشپړ کارونه هم بشپړ شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د غونډې په راټولولو کې وویل، دغه وزارت د مذاکرهکوونکي پلاوي او بېلابېلو پاړکو تر منځ د ارتباطي پل په توګه د مشورتي ناستو لړۍ جاري ساتي او د دې تر څنګ پلاوي ته کافي تخنیکي ملاتړ برابروي.