په جنېوا کې د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس په لومړۍ څنګیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړې حبیبې سرابي وینا - د تلپاتې سولې ټینګښت، الف برخه: د بشري حقونو او ښځو د حقونو ساتنه او پیاوړتیا

a.zia

عالي‌جنابه لومړۍ مېرمن، عالي جنابانو محترم وزیر صاحب اتمر، وزیر صاحب ستانکزی، وزیر صاحب نادري، او د پنل قدرمنو غړو، ښاغلو او آغلو!
السلام علیکم.
خوښه یم چې دلته یم او د سولې مذاکراتو د پروسې د ټول‌شمول‌والي د اړتیا په اړه خبرې کوم. 
څېړنو ښودلې چې د سولې په پروسو کې د ټول‌شمول‌والي کچه نېغ په نېغه د سولې پروسې له تلپاتې‌والي سره اړیکه لري. د بېلګې په توګه، موږ داسې شواهد لرو چې د مذاکراتو په پروسو کې د ښځو شمولیت، تر ډېره د سیاسي جوړجاړي له پایېدونکو پایلو سره تړاو لري. له دې کبله، په دغه پروسه کې د ټولو د شمولیت له اهمیت څخه سترګې نه‌شي پټېدای. 
د اسلامي جمهوریت په مذاکره کوونکي ټیم کې موږ ځانونه خپلې ټولې ټولنې ته مسؤول او ځواب ویونکي ګڼو. په داسې حال کې چې هم‌مهاله له تاوتریخوالي څخه د فشار د آلې په توګه کار اخلي. که ټول نه‌شي کولی په مذاکراتو کې حضوري ګډون ولري، دا د دوی د نه‌ګډون په معنا نه ده او نه هم د سولې له پروسې څخه د دوی د ګوښه‌توب په معنا. 
همدا لامل دی، چې د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په منظم ډول د ټولنې د هر پاړکي له وګړو په ځانګړې توګه د جګړې له قربانیانو او لږکیو سره په اړیکه کې دي. موږ د هغوی نظرونه، تمې، غوښتنې، اندېښنې او وېرې اورو. 
موږ له خپله اړخه د هغوی پوښتنې ځوابوو، د خپلو فعالیتونو راپور ورکوو او د پروسې میکانیزم ورته روښانه کوو. په دې برخه کې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت رول د قدر وړ دی. د سولې په وزارت کې زموږ همکارانو شونې کړې چې د هېواد له بېلابېلو سیمو د خپلو افغان وطنوالو له پراخو او بېلابېلو پاړکیو سره له مجازي لارې په اړیکه کې وو.  
پر دې سربېره، موږ په منظم ډول له نړیوالو شریکانو او د ملاتړې ډلې له غړو سره مشورې کوو. زموږ نړیوال شریکان د مذاکراتو له روانې پروسې سره د مرستې لپاره تخنیکي ملاتړ چمتو کوي. 
له نړیوالو شریکانو سره زموږ د تعامل یو مهم اړخ د شمولیت پر مسئله کار کول دي. د جمهوریت په مذاکره‌کوونکي ټیم کې، موږ دا نظریه رد کړې چې د سولې په پروسه کې د مېرمنو رول یوازې دا دی چې د ښځو حقونه خوندي کړي. د افغانستان نیمایي وګړي ښځې دي. موږ حق لرو چې د ټولو موضوعاتو په اړه په تصمیم نیولو کې ګډون ولرو. 
په ټیم کې دننه، ښځینه غړې په بېلابېلو کاري کمېټو کې فعالیت کوي. ټولې دا کمېټې مسؤولیت لري چې په ملي کچه پر اهمیت لرونکو موضوعاتو کار وکړي. 
په دې توګه، موږ نه‌یوازې د خپلو نارینه همکارانو ترڅنګ د ښځو له حقونو په شدت دفاع کوو، بلکې د یوه سوله‌ییز، خپلواک او پرمختللي افغانستان د برخلیک او راتلونکي په اړه ترسره کېدونکو بحثونو کې په فعال ډول خپل غږ پورته کوو. 
موږ په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستانه د ټینګ ملاتړ له کبله د خپلو نړیوالو شریکانو له ثابت‌قدمه ملاتړ منندوی یو. 
د نړیوالې ټولنې دوامدار ملاتړ نه‌یوازې د مذاکراتو د روانې پروسې لپاره حیاتي ارزښت لري، بلکې په راتلونکو کلونو کې خورا مهم او حیاتي دی، که کله دا پروسه د سولې یوې هوکړې ته رسېږي.
د سولې هوکړه د سولې د ټینګښت لپاره د یوې بلې پېچلې او اوږدې پروسې یوازې یو پیل دی، چې په دې پروسه کې افغانستان د خپلو نړیوالو شریکانو پر ملاتړ تکیه کوي. 
موږ له تاسو غواړو چې د اوربند لپاره زموږ غوښتنه انعکاس کړئ او د افغانانو لپاره د دې چارې د تحقق لپاره خپله ټوله هڅه وکړئ. 
موږ له تاسو غواړو چې زموږ د سولې ستراتیژۍ په پلي کولو او د نظریاتو په تحقق او د سولې د ټول‌شمول‌والي لپاره زموږ د هیلو ملاتړ وکړئ. 
موږ د سولې پروسې په مناسبو وختونو کې ستاسو د مناسبو او سمو پیغامونو غوښتونکي یو. 
په پای کې، موږ د هغو منل شوو ارزښتونو د ساتلو په مرسته کې ستاسو د ملاتړ غوښتنه کوو، چې موږ ټول پرې باور لرو. 
له پاملرنې مو مننه