په جنېوا کې د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس په لومړۍ څنګیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشر محمد معصوم ستانکزي وینا: د تلپاتې سولې ټینګښت - الف برخه: د بشري حقونو او ښځو د حقونو ساتنه او پیاوړتیا

a.zia

د ۲۰۲۰ د نوامبر ۲۳مه 
محترمې لومړۍ مېرمنې، ښاغلو رئیسانو، عالي‌جنابانو او درنو ګډونوالو!
السلام علیکم و رحمه الله و برکاته.
په دغه مهمه ناسته کې ګډون د ډېرې خوښۍ ځای دی. اجازه راکړئ تر هر څه وړاندې تر ما د مخکېنیو اصلي ویناوالو خبرې تائید او له هغوی سره خپله هوکړه شریکه کړم. زه او همکاران مې ژمن یو چې د دوی پوښتنې او غوښتنې له مقابل لوري سره د مذاکرې په مېز شریکې کړو.  
له بده‌مرغه په تېرو ۴۲ کلونو کې د افغانستان خلک رنځېدلي او تر ننه رنځېږي. 
هره ورځ وینو چې انسانان وژل کېږي، تیت او پرک کېږي، کورونه او آبادۍ یې ورانیږي، عادي افغانان او تر ډېره ښځې او ماشومان د جګړې په سیمو کې بند پاتې کېږي، تښتول کېږي او ډېر شمېر یې په وحشتناکه توګه له قضايي مجازاتو پرته قرباني او وژل کېږي او ان د ترهګرو ډلو له خوا ترې سرونه پرې کېږي. دا زموږ د هېواد د ورځنۍ بدبختۍ یو اړخ دی؛ له همدې امله ده چې باید په مسؤولانه توګه دا جګړه پای ته ورسېږي. 
زرګونه دردوونکې او زړه‌بوږنوونکې کیسې شته چې ښيي څرنګه افغانان له دغې جګړې رنځیږي. ډېری دا داستانونه ښيي چې د دوی ټپونه تر څومره کچې ژور دي چې کولی شي ډېرې بدې او نه انځورېدونکې پایلې ولري. دغه جګړه ناوړه ټولنیزې، اقتصادي او ان روحي – رواني پایلې لري، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره چې د دې دورې د جګړې په بېلابېلو پړاوونو کې جګړې ځپلي او له ژور غم سره یې مخ کړي دي. 
په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه په اوسنیو پېچلو شرایطو کې له طالبانو سره خبرې اترې په داسې وخت کې چې موږ د ترهګریزو شبکو له پراخو ګواښونو، د سخت‌دریځۍ له پراختیا، بې‌باورۍ او د ډاډ له نه‌شتون او سربېره پر دې د کوویډ-19 له اغېزو سره مخ یو او له دې مهم د طالبانو محدود نړال لید ته په پام ډېر سخت کار دی او یوه ناهمواره لاره ده. 
خو دا سولې ته د رسېدو تر ټولو ډاډمنه لاره ده او له طالبانو سره معنادار بحث او خبرو اترو ته په دوام سره وده رامنځته کېږي او د هغو لاسته‌راوړنه به زموږ د هېواد د راتلونکي لپاره زموږ ګډه موخه وي. 
دغو واقعیتونو ته په پام، د سولې د خبرو اترو مدیریت زغم، احتیاط او تر ټولو مهم په ممکنه اغېزناکه بڼه ټولیزې هڅې ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه، د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د هوکړه‌لیک د مشروط‌والي ارزونه او څېړنه ډېره مهمه ده، چې د کم‌کارۍ په صورت کې د مذاکراتو پر مېز نېغ په نېغه اغېزه لري. زما په باور، اوربند او د جامعې سولې یوې هوکړې ته چې په هغو کې د بشر حقونه، د ښځو حقونه او د نورو زیانمنو ډلو حقونه پکې تضمین شوي وي او لکه څرنګه چې د اساسي قانون په دویم څپرکي کې راغلي دي له رسېدو پرته بیړه ښايي داسې وضعیت رامنځته کړي چې افغانستان یو ځل بیا د تاوتریخوالي او ګډوډۍ له یوه نوي څپرکي سره مخ شي چې نړیواله سوله او امنیت به هم پکې په ګواښ کې وي. 
سربېره پر دې، د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او لږکیو د حقونو له تضمین پرته د اوږدمهالې او تلپاتې سولې کېدل ممکن نه‌دي. موږ ټول پوهېږو چې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته ښځو په څه سختۍ خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره مبارزه وکړه او د پرمختګ دغې کچې ته د رسېدو لپاره څومره سختۍ تحمل کړلې. هغوی اوس د سم منطق له مخې د خپلو دغو بریاوو د له‌لاسه ورکولو لپاره اندېښمنې دي. 
په دې ترتیب، موږ باوري یو چې زموږ ټول ملي او نړیوال شریکان په دې باور دي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د ښځو له فعال او معناداره تعامل او مشارکت او د هغوی د غږ اورېدو او د سولې په هره هوکړه او هر وروستي تصمیم او وضعیت کې د هغوی له ځایولو پرته نه‌شي ترلاسه کېدای. 
د جګړې قربانیان او بېرته‌راګرځېدونکي زموږ د جمعیت لویه او ډېرېدونکې برخه ده. په راتلونکي کې هر هوکړه‌لیک باید ډاډ ورکړي چې د هغوی په ټپونو پټۍ ږدي، غږ یې اورېدل کېږي او راتلونکی یې خوندي کېږي. دغه چاره جامع پروګرامونو ته اړتیا لري چې د ټول حکومت او په ملي کچه ترسره او بسیج شي او نړیواله ټولنه یې هم ملاتړ وکړي. 
افغانان هيله‌مند وو چې د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ له هوکړې وروسته او ورپسې د بندیانو له خوشي کولو او د مذاکراتو له پیل وروسته به په هېواد کې تاوتریخوالی راټیټ شي. خو له بده‌مرغه نه یوازې داسې وشول بلکې برعکس کار یې وشو. په هلمند او کندهار او د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي زیاتولي نه‌یوازې د ګڼو انسانانو ژوند واخیست بلکې د زرګونو افغانانو د تیت او پرک کېدو لامل شو او پر هغو بدبختیو چې همدا اوس  ترې ځورېدل لا ور زیاتې شوې. هغه کسان چې تر نورو ډېر د دغه وضعیت د ناوړه پایلو تر اغېزې لاندې راغلل مېرمنې دي. 
له نېکه‌مرغه نن د سولې په مذاکراتو کې د ښځو له مشارکت څخه د ملاتړ یو ګډ غږ موجود دی، چې د افغانستان دولت په مشرۍ په ځانګړې توګه جلالتمآب جمهور رئیس او محترمې لومړۍ مېرمنې او همدا راز د ښځو د مشرانو، مدني ټولنې د فعالانو او سیاسي رهبرانو، ملګرو ملتونو او زموږ د نړیوالو شریکانو له‌خوا پیل شوی دی. دوی ټول د سولې پروسې له پروګرام جوړونې تر مذاکرې او د هغو تر پلي کولو په ټولو پړاوونو کې د ښځو د مشارکت غوښتونکي دي. ښځې د بشري حقونو، د جګړې د قربانیانو د ټینګښت لپاره او د کډوالو د باعزته راګرځېدو او ادغام د بدلون رښتینی عامل او اوچت غږ دي. 
زه په مذاکره‌کوونکي پلاوي کې د ښځو په فعال او مخکښ رول ویاړم. لکه څرنګه چې تاسو ټول ورسره آشنا یاست، دوی ډېرې فعالې، ځواکمنې او زړورې ښځې دي او د افغان ټولنې له ژورو راټوکېدلې  او د هېواد په مرکز او نورو سیمو کې له ښځو او د مدني ټولنېله شبکو سره نږدې اړیکې لري. له ټولو مهم دا چې دوی نه یوازې د ښځو د حقونو لپاره بلکې د ټولو افغانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي چې زیانمنې ډلې پکې شاملې دي. په حقیقت کې دوی د عدالت، برابرۍ او تلپاتې سولې لپاره مبارزه کوي. 
د مذاکرې پر مېز د ښځو حضور پانګه ده او د نوي افغانستان څېره ښيي چې بدله شوې ده. طالبان دا بدلون ویني او پوهېږي دوی له متفاوت هېواد سره چې له دې مخکې یې لیدلی و یا یې انځوراوه مخ دي. 
زه به د هغو کارونو په اړه چې دوی ترسره کړي خبرې نه کوم، ځکه دوی به خپله خبرې وکړي؛ خو د دوی حقونه به تر هغوی ملاتړ او تضمین نه‌شي ترڅو په اساسي قانون او د سولې په وروستي هوکړه‌لیک کې د اړینو او قانوني ضمانتونو په اجرا سره خوندي شي. له همدې امله د ښځو د حقونو د بنسټيز کېدو او له شخړې څخه تلپاتې سولې ته د تګ لپاره دایمي نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده. 
سربېره پر دې په افغانستان کې به تر هغو تاوتریخوالی ختم نه شي، چې د افغان کډوالو ستونزې ته په سم او دایمي ډول رسېدنه ونه شي. هغوی د ترهګریزو شبکو په وسیله جذب شوي دي، جذبیږي او جذب به شي او یا به د داسې کسانو له خوا وګومارل شي چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ د دوام لپاره به ترې کار واخلي. له همدې امله، د دغې برخې لپاره پروګرام جوړونه ډېره مهمه ده چې پکې د کډوالو بېرته راګرځېدنه او په کلیواله کچه غیرنظامي کول خورا مهم دي؛ باید ژر پیل شي، باید ملاتړ یې وشي او دا کار باید د اجنډا یوه برخه وي. 
افغانستان له جګړې څخه سولې ته د تګ په پړاو کې په ځانګړې توګه د تېرو ۱۹ کلونو ارزښتناکو لاسته‌راوړنو د ساتلو په پروسه کې ډېر ملاتړ ته اړتیا لري. موږ نباید تېره تجربه چې د افغانستان پر خلکو یې ډېر غمونه تحمیل کړي بیا تکرار کړو. موږ نن یو ځل بیا له یوې سختې ازموینې سره مخ یو. موږ باید په هره بیه چې کېږي د تاریخ د تکرار مخه ونیسو او اجازه ورنه‌کړو چې یو ځل بیا افغانستان او نړۍ د یوې تازه لوبې په معیوبې او شریرې لوبه کې ښکېل شي، بلکې تلپاتې سولې ته ورسېږو داسې ځای چې افغانستان پکې د ټولو خلکو کور وي، د سیمې لپاره یو ښه ګاونډی وي او د نړۍ لپاره یو باوري شریک وي.  
زه په افغانستان کې سولې او هوساینې ته د رسېدو په برخه کې زموږ د ټولو شریکانو له ملاتړ او جدي هڅو څخه ډېره مننه کوم. 
له تاسو ډېره مننه