د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي په دوحه کې د افغانستان په سفارت کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي او ورسره تخنیکي ټیم پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید شهیدانو ته د دعا او د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه مراسم په دوحه کې د افغانستان سفارت جوړ کړي وو چې قطرمېشتو افغانانو هم ګډون پکې کړی و.
په دغو مراسمو کې چې یو شمېر قطرمېشتي افغانان هم پکې وو، په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي وویل: د علم پر حاصلوونکو ځوانانو برید د منلو نه دی. موږ ټول ځانونه د دغو شهیدانو له کورنیو سره په غم کې شریک بولو او دعا ورته کوو.
ده زیاته کړه، دا برید په داسې حال کې شوی چې په هېواد کې دننه او بېرون هر افغان، د سیمې هېوادونه، نړۍ او اسلامي ټولنې د اوربند په تمه دي.
په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي وویل: په کابل کې د وروستۍ پېښې غندلو ته توري نهشته. ده پراخو کډوالیو او په هېواد کې د وحشیانه بریدونو قربانیانو ته په اشارې سره وویل چې موږ د خپلې بشري وړتیا او انرژۍ د بایللو په حال کې یو، حال دا چې باید د یووالي په رڼا کې یې د ټیکاو د ټینګښت لپاره وکاروو.
ښاغلي ستانکزي وویل، موږ داسې عادلانه سولې ته اړ یو چې د تحمیل پر ځای په نرمۍ او انعطاف حاصلېږي. ده زیاته کړه چې د افغانستان ملي شتمنۍ له ټولو افغانانو سره تړاو لري او هېڅوک یې د ویجاړولو حق نهلري.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي مولوي عنایتالله بلیغ د قرآنکریم آیتونو ته په اشارې سره وویل چې شهیدان ژوندي دي او د خپل رب له لوري روزي مومي.
ښاغلي بلیغ د هغو شهیدانو مقام ته اشاره وکړه چې د علم جهاد یې کړی او د مسلمانانو د قتل په غندلو کې یې احادیث او اسلامي روایتونه بیان کړل.
په پای کې قاري عبدالمتین ترابي خبرې وکړې او ویې ویل: څوک چې مبارکه کلمه وايي، وژل یې حرام دي.
قاري ترابي د اسلام د مبارک دین لارښوونې یادې کړې او ویې ویل چې د قرآنکریم یوه څرګنده لارښوونه د مسلمانانو یووالی دی.