د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي او د افغان ميرمنو شبکې انلاين ناسته ترسره شوه
د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي غړې شريفه زرمتۍ وردګ, د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې او د افغان ميرمنو شبکې غړو په ګډون د نظرونو, پشنهادونو او سوالانو د شريکولو په موخه انلاين ناسته ترسره شوه.
په پيل کې ښاغلی عالمې د سولې مذاکراتو په اړه وويل, چې د طالبانو پلاوې ددې پرځای, چې مذاکراتو ته ادامه ورکړي او د سولې په لټه کې شي; خپل تاوتريخوالي ته يې دوام ورکړی. د افغانستان خلک او نړۍ دې نتيجې ته رسېدلی, چې طالبانو د هغه څه لپاره چې ژمنه کړې, ژمنتيا نه ده ښودلې.
هغه د طالبانو لاس لاندې سيمو کې د ميرمنو وضعيت ننګونکی وبله او وويل, چې د افغانستان خلک له اوسني وضعيت څخه راضي نه دی, د افغانستان لوری غواړي چې د سولې مذاکراتو ته ژمن پاتي شي, په همدې موخه د اسلامي جمهوريت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې شتون لري.
ډاکټر عالمې همدارنګ وویل, چې وزارت د ځانګړو پلتفورمونو په جوړولو سره د مذاکره کوونکي پلاوي سره د مختلف ډلو غونډو لپاره زمینه برابره کړې ده.
د افغان میرمنو شبکې غړو د سولې په خبرو کې د مختلفو ډلو د رول په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه, چې دغه شبکه د جګړې قربانیانو ، جوګيانو ، کوچیانو او نورو قومي او فرهنګي لږکیو د سولې په غونډو کې د شتون غوښتنه وکړه.
د مذاکره کوونکي پلاوي غړې شریفه زرمتي وردګ د سولې پروسې او د بیلابیلو ډلو سره د مذاکراتي پلاوي د ناستو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل, چې مذاکراتي پلاوي څو ځلې مذاکراتو ته خپل چمتووالی ښودلی دی.
هغه د خبرو د اجنډا په اړه وویل ، د جمهوريت لوري اوربند د اجنډا په سر کې نیولی او هڅه کوي, چې د کوم اقدام له ترسره کیدو دمخه تاوتریخوالي پای ته ورسوي.
د افغان میرمنو شبکې غړو بیا د سولې خبرو کې د ځنډ لاملونو او په خبرو کې د لږکیو د شتون په اړه پوښتنې وکړې.
شریفه زرمتي وردګ د دې پوښتنو په ځواب کې وویل, چې د مذاکراتي پلاوي پالیسۍ او میکانیزمونه د بیلابیلو ډلو د نظرونو او غوښتنو پراساس رامینځته شوي دي.
هغه دا هم وویل چې د مذاکراتو په پروسه کې د قومي ګډون پالیسۍ رامینځته شوې ;ترڅو په پروسه کې د ښځو، توکمونو او قومي او مذهبي لږکیو شتون او رول ډاډمن شي.
اغلې زرمتي وویل, چې د اسلامي جمهوریت پلاوی غواړي د جګړې قربانیان او د هغه وارثان د خبرو میز ته حاضر کړل شي; ترڅو د جګړې د قربانیانو غږونه په دې خبرو کې د دواړو لورو سره شریک شي.
هغه ژمنه وکړه, چې د پلاوي غړي به د سولې او د افغانستان د خلکو ارادې د تامین لپاره خپل مسؤلیت ترسره کوي.
هغه دا هم وویل چې د پلاوي غړي د اساسي قانون د دوهم فصل په پلي کیدو ټینګار کوي او د ټولو اتباعو حقونه د قانون په وړاندې مساوي دي.
د خبرو ځنډ په اړه میرمن زرمتي وویل , چې دا پروسه وخت نیسي او ډیر صبر او وخت ته اړتیا لري.
د غونډې په پای کې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي تشکيلاتو او مدني ټولنو بنسټونو مشرې لیلا جعفري د غونډې لنډیز وړاندې کړ.