له اکرم خپلواک سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر مشورتي لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له سیاسي شخصیت اکرم خپلواک سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او ښاغلي خپلواک د سولې په برخه کې د ملي اجماع او د سیاستوالو د رول په اړه بحث وکړ.
دا ناسته له سیاسي شخصیتونو، مخورو، مدني ټولنو، ښځو او د ټولنې له نورو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ناستو په لړ کې وشوه.
