د ناروې له سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۸:۱۳
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د ناروې له سفیر اولي انډرس لېنډمن سره ولیدل. ښاغلي نادري په دغه نساته کې د سولې په روانو مذاکراتو کې د ناروې هېواد له رغوونکي او مهم ملاتړي رول څخه مننه وکړه.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا راز د مصالحې د بهیر او سولې جوړولو د پليتابه لپاره د وړتیا رامنځته‌کولو د اړتیا په اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت اوږدمهال لیدلوری هم شریک کړ.

ښاغلي نادري د اوربند پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل له تاوتریخوالي څخه د سولې په مذاکراتو کې د امتیاز غوښتنې استفاده باید ونه‌وشي. نوموړي په پراخه او رښتینې توګه د تاوتریخوالي ټيټول جدي اړتیا وبلله.

له بلې‌خوا د ناروې سفیر د سولې له مذاکراتو څخه د دغه هېواد د ملاتړ د علاقمندۍ او د تخنیکي او تخصصي مرستو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره د همکارۍ لپاره د ملاتړ اعلان وکړ.

نوموړي سوله‌جوړونه د ناروې د بهرني سیاست مهمه برخه وبلله او ویې ویل دغه هېواد په دې هڅه کې دی چې دا مورد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مهمو لومړیتوبونو کې ځای کړي.

د ناروې سفیر همدا راز وویل چې دوی له افغانستان سره د خپلې ګډې ستراتيژۍ بیاکتنه کوي او هیله‌مندي يې وښوده چې سوله‌جوړونه په دغه ستراتيژۍ کې ځای کړي.

نوموړي یو ځل بیا د سولې بهیر د مخته وړلو په برخه کې د دغه هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د سولې ديپلوماسۍ، سولې جوړونې او پوهې او تخنیکي مهارتونو د تبادلې په ګډون د سولې د اوږدمهاله ګډې ستراتيژۍ په اړه کار وشي. دوی همدا راز هوکړه وکړه چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان او امنیت شورا د ملاتړ د جلب لپاره د ناروې د رول په اړه کار وشي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا د «سولې ادبیاتو» لومړۍ ناسته جوړه شوه

د سولې د ادبیاتو د لړۍ لومړۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا جوړه شوه، چې پکې د دغه وزارت چارواکو او یو شمېر شاعرانو او ادیبانو ګډون کړی و. 
په سر کې د سولې په چارو کې د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۸:۴۷
Background image

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه‌وړلو شپاړس ورځنی کمپاین پیلیږي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د دغه وزارت د ښځینه کارکوونکو په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو شپاړس ورځني. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

د جنېوا کنفرانس په څنډه کې د سولې، پراختیا او امنیت د اړیکې په اړه آنلاین بحث جوړ شو

د سولې، پراختیا او امنیت ترمنځ د اړیکې تر سرلیک لاندې آنلاین بحث جوړ شو، چې پکې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور. . .

خبرونه