د سولې په چارو کې د همغږۍ د لویې کمېټې جوړول ومنل شول

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۰:۶
smp

جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې بهیر د بېلابېلو اړخونو په اړه په تصمیم نیولو کې د همغږۍ رامنځته کېدو لپاره د حکم په صادرولو سره د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د سولې په چارو کې د همغږۍ د لویې کمېټې جوړېدل منظورکړل.
د دغه حکم پر اساس د دې کمېټې په غړیتوب کې د ملي امنیت شورا؛ د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست؛ د مالیې وزارت؛ د کورنیو چارو وزارت؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت؛ د اوبو او انرژۍ وزارت؛ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت؛ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت؛ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره؛ د افغانستان د ملي رادیو – تلویزیون عمومي ریاست؛ د سرې میاشتې اجرايه ریاست؛ او د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف‌خونو عمومي ریاست شامل دي.
د دغه حکم له مخې د سولې په چارو کې د همغږۍ د لویې کمېټې د دارالانشا چارې هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر غاړه دي.
همدارنګه په دغه حکم کې راغلي چې د دې کمېټې کاري رپوټونه به د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه