د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۵۷
smp

 

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په کابل کې د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر ښاغلي دمیتري ژیرنوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په دوحه کې د روانو مذاکراتو پر بهیر، د سولې په اړه د سیمه‌ييزې اجماع پر پیاوړتیا او د افغانستان د سولې په بهیر او تر شخړې وروسته افغانستان په لرلید کې د سیمې د هېوادونو په تېره د روسیې پر رول بحث وکړ.
د روسیې د فدراتیف جمهوریت سفیر وویل چې دغه هېواد د جګړې دوام سولې ته د رسېدو لاره نه‌ګڼي، بلکې مذاکرات سولې ته د رسېدو لاره ګڼي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د افغانستان د سولې په بهیر کې د روسیې رول مهم وباله او ویې ویل چې سولې ته د رسېدو لپاره سیمه‌ييزه اجماع ځانګړی اهمیت لري.
ښاغلي نادري زیاته کړه چې افغانان سوله غواړي او د سولې په راتلو سره به افغانستان د سیمې په پراختیا او وده کې خپل بنسټیز رول ادا کړي. ده هیله وښوده چې د سولې له راتلو سره به په افغانستان کې روسي شرکتونو ته د پانګونې زمینه پراخه شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر نرمي د مذاکراتو د بهیرونو یو مهم اصل وباله او ویې ویل چې په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکرات هم له دغه اصل څخه بهر نه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۹:۲۶
Background image

د سولې په چارو کې د دولت وزیر له اېټالوي پلاوي سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري له ایټالوي پلاوي سره وکتل چې په ترکیب کې یې، په ناټو سازمان کې د ایټالیا دایمي استازی فرانسېسکو ماریا تالو، د افغانستان لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۳:۳۹
Background image

«د ښځینه خبریالانو له لیده د سولې په بهیر کې د ښځو رول» مشورتي ناسته وشوه

 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کنفرانسونو په تالار کې «د ښځینه خبریالانو له لیده د سولې په بهیر کې د ښځو رول» مشورتي ناسته وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۴:۱۱
Background image

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیالې سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیالې متي. . .

خبرونه