د سولې په چارو کې د دولت وزیر له امرالله صالح سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له سیاسیونو سره د مشورتي لیدنو په لړ کې د هېواد له وتلي سیاستوال امرالله صالح سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې د بهیر پر وروستیو پرمختګونو او چارو خبرې وشوې. همدارنګه د سولې په بهیر کې د حکومت پر راتلونکو پلانونو بحث وشو.
