د سولې په چارو کې د دولت وزیر د کاناډا له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د کاناډا له سفیر ریډ سیرس سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر بهیر، په دوحه کې د سولې پر مذاکراتو او د افغانستان د سولې بهیر لپاره پر نړیوال ملاتړ بحث وشو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په وروستیو دوو لسیزو کې د کاناډا د مرستو مننه وکړه او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د دغه هېواد ملاتړ مهم وباله.
د کاناډا سفیر له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاریو دوام ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي.
