د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د بلجیم له ځانګړي استازي سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د بلجیم له ځانګړي استازي آرنوت پاولس سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر بهیر او د سولې بهیر د ملاتړې ډلې له لارې د نړیوالې اجماع پر رامنځته کېدو بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د بلجیم ځانګړي استازي وویل چې بلجیم د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د دوامدار ملاتړ له امله د بلجیم مننه وکړه.
