د سولې په چارو کې د دولت وزير د قطر دولت له پلاوي سره وکتل

a.zia
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۴:۴۱
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري د افغانستان لپاره د قطر بهرنیو چارو وزارت او د شخړې د هوارۍ په برخه کې ځانګړي استازي, مطلق بن ماجد القحطاني په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان د سولې پروسې ، د افغانستان د سولې مذاکراتو څرنګوالي او په دغه مذاکراتو کې د قطر د رول په اړه بحث او خبرې وشوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د سولې مذاکراتو کوربه توب له امله د قطر له دولت څخه د مننې ترڅنګ;  د مذاکراتو په پیاوړي کولو کې د دغه هیواد پر رول ټینګار وکړ.
ښاغلي نادري د نظامي تحرکاتو او جګړې زياتوالي ته په اشاري سره زیاته کړه, چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کړکیچ په سیاسي حل باور لري او د سولې هوکړې ته رسیدو یواځنۍ ممکنه لاره مانا لرونکي مذاکراتو بولي.
ښاغلي قحطاني په دغه کتنه کې د مذاکرانو په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هیواد به یې د سولې موافقو ته رسیدو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. هغه هیله څرګنده کړه, چې افغانستان به دوامداره او سرتاسري سوله ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه