د سولې په چارو کې د دولت وزير د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره وکتل

a.zia
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۹:۳۷
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزير او د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکراتي پلاوي غړي سيد سعادت منصور نادري او د سولې په چارو کې دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره وکتل.
 په دغه کتنه کې د سبا لپاره د افغانانو بنسټ غړو د خپلو کارونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سولې پيغام پياوړتيا او د افغاستان د  سولې روانې پروسې په اړه يې د عامه پوهاوي د لوړلو لپاره ځانګړي وړانديزونه وړاندې کړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزير په بیلابیلو برخو کې د دې بنسټ فعالیتونو، په ځانګړي توګه د داخلي بې ځایه شویو خلکو سره وستايل او د سولې په چارو کې د دولت وزارت يې ددې بنسټ د برنامو ملاتړ کوونکی ياد کړ.
ښاغلي نادري څرګنده کړه، چې دا وزارت د ملت او دولت تر منځ د اړیکو د يو پل په توګه له ټولو هغه برنامو ملاتړ کوي، چې د سولې هڅې همغږي کوي او د سولې پروسې برياليتوب کې اغېزمنې تماميږي.
همدارنګه په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستياله  د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره د سولې عامه پوهاوي د ګډ ميکانيزم په رامنځته کولو کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۵۳
Background image

د سولې په پروسه کې د ښځو حقوقي ارزښتونو ملاتړ لپاره عدالت په اړه واوره او اوايه برنامه ترسره شوه

د سولې په پروسه کې د ښځو حقوقي ارزښتونو ملاتړ لپاره عدالت په اړه واوره او اوايه يوه ورځنۍ برنامه, د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت لخوا, د المان نړيوالې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت سره د مدني ټولنو ، واوره او وايه ناسته ترسره شوه

د سولې په چارو کې د دولت وزارت بشري حقونو او مدني ټولنو د چارو معنيت د مدني ټولنو د واوره او وایه ناسته، د دې معنيت کاري ستراتېژۍ په اړه نظرونو راټولو لپاره د المان (GIZ) نړيوالې همکارۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۵:۴۳
Background image

د سولې په چارو کې دولت وزير د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

د سولې په چارو کې دولت وزير سید سعادت منصور نادري په کابل کې د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره د سولې پروسې او وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د. . .

خبرونه