د سولې په چارو کې د دولت د وزیر سید سعادت منصور نادي ژوندلیک

Sadat-Mansor-Naderi سید سعادت منصور نادري په هېواد کې یو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز – فرهنګي فعال دی. ښاغلی نادري له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په کابینه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزیر و. دی په ټولنیزه – فرهنګي برخه کې د افغانستان لپاره د آغا خان ملي رئیس کنسول او همدارنګه د خیریه فعالیتونو او ورزشي بنسټونو ملاتړی پاتې شوی.
نادري په اقتصادي برخه کې د یوه نوښتګر متشبث او پانګوال په توګه سوداګریز او تولیدي کار کړی او د ۱۳۸۵ – ۱۳۸۷ کلونو په جریان کې د ملي بانک د مدیره پلاوي غړی و.
ده د ښوونځي لومړنۍ او منځنۍ دورې په هېواد کې دننه بشپړې کړې دي. د لېسې او کالج دورې یې په لندن کې بشپړې کړې او له لندن پوهنتون (London University) څخه د نړۍوالې سوداګرۍ په برخه کې په عالي درجه لېسانس سند لري.
ښاغلی نادري د هغو هر اړخیزو هڅو له امله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښار جوړولو او ځمکو د وزیر په توګه یې په خپله کاري دوره کې وکړې، په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام له لوري د غازي امان‌الله خان په عالي دولتي مډال وویاړل شو. همدارنګه په اقتصادي برخو کې یې د نوښتونو او ځلېدو له امله په ۱۳۹۱ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو د دولت له لوري «د سوداګرۍ له لارې سوله» (Peace Through Commerce) په نامه مډال او ستاین‌لیک ترلاسه کړی.