د سولې په چارو کې دولت وزير د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل
د سولې په چارو کې دولت وزير سید سعادت منصور نادري په کابل کې د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره د سولې پروسې او وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغې کتنې په جریان کې وویل، چې اروپایي ټولنه او غړي یې د افغانستان اسلامی جمهوریت له اصلي ملاتړ کونکو څخه دي او افغانان د دوی له اصولي دریځ او ملاتړ څخه مننه کوي.
ښاغلي نادري زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه په سیمه کې مهم رول لوبولی شي.
هغه د افغانستان سولې مذاکراتو په اړه وویل، چې خلک له طالبانو څخه په دې برخه کې لا ډیر جديتوب او ژمنتیا غواړي.
د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله ژمنې یادونه وکړه
هغه وویل، چې په سیمه ایزه کچه لاهم مؤثرې همکارۍ ته اړتیا ده.
ښاغلي نیکلاسون د اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې خبرو ته غاړه کیښودل باید د هغې پرمختګ لامل شي.
