د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه
د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د برنامو او پاليسيو عمومي رئیس ناصر صدیقي، ستر سلاکار د سید فهیم سروش او د سمه ائيزو مطالعاتو رئیس محمد ياسين محسني د څېړنيزو بنسټونو استازو په ګډون د سولې په چارو کې د دولت د وزارت د برنامو په تالار ترسره شوه.
په پیل کې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د دغې ناستې د اهميت په اړه وویل، د تاوتریخوالي د کلتور د له منځه وړولو او د سولې د پوهې تولید لپاره پراخې څیړنې ته اړتیا ده، چې د زغم کلتور، سوله ائیز ژوند او زغم ته وده ورکړل شي.
ډاکټر عالمې د سولې پوهې د رامنځته کولو لپاره ګډ کار کولو اړتیا باندې په ټینګار سره وویل: له هغه ځايه چې د پاليسيو او د سولې برنامو جوړلو لپاره بنسټیزو مطالعاتو او څیړنو ته اړتیا ده، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او سولې اړوند جوړښتونه په پام کې لري، چې د څېړنيزو او مطالعاتي بنسټونو سره هراړخیزې همکارۍ زمينه برابره کړي.
هغې د سولې پوهې د تولید لپاره د علمي بنسټونو د مسؤلیت په ټینګار سره وويل: پدې کې هیڅ شک نشته، چې په افغانستان کې د شخړو لاملونه او شرایط له نورو هیوادونو سره توپیر لري؛ په همدې دليل اړتيا ده، چې د سولې خبرې ملي شي او سیمه ائیزه او محلي پوهه تولید شي.
د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې همدارنګه وویل، چې وزارت د ګډې همکارۍ په رامنځته کولو، د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې په جوړولو کار کوي او دغه ګډه همکاري به د څیړنېزو کارونو په برخه کې وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسۍ او برنامو عمومي رئیس ناصر صدیقي وویل، چې اکاډميک بنسټونه د شخړې او سولې د پوهې تولید لپاره مشخص ادرسونه دي؛ د همدې لپاره وزارت د دې کمیټې رامینځته کولو لپاره اقدام کړی دي.
هغه وویل، چې د دې کمیټې د رامنځته کولو هدف د څیړنېزو او علمي نهادونو له ظرفیت څخه کار اخیستل او د سولې اړوند پلانونو او برنامو رامنځته کول او د وزارت اهدافو ته د رسیدو لپاره د دې ادارو او وزارت ترمنځ همغږي رامینځته کول دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار سید فهیم سروش هم په دې ناسته کې وویل، چې په بیلابیلو هیوادونو کې د سولې پروسې مطالعه ښايې چې د سولې خبرو پرمختګ لپاره علمي څیړنو ته اړتیا ده او له همدې امله د سولې ستراتيژيو د طرحې لپاره د څیړنیزو نهادونو نظرونه او ليدلوري د زيات اهميت څخه برخمن دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سيمه ائيزو مطالعاتو رئیس محمد یاسین محسني د کمیټې د لومړنۍ طرحې په اړه خبرې وکړې او وېي ویل، چې ددې د کمیټې رامنځته کولو هدف د سولې په پروسه کې د اکاډميکو بنسټونو، د علمي او څېړنيزو مرکزونو، د سولې پروسې محقيقينو شاملول، د مذاکراتو د پرمختګ لپاره علمي مینځپانګې تولید او سولې مطالعاتو ساحه غني کول دي.
وروسته ګډونوالو د دې کمیټې رامنځته کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د نوښت هرکلی وکړ او خپل نظرونه او ليدلوري یې شریک کړل.
ښاغلي محسني ددې ناستې د جمع بندۍ په برخه کې وويل، چې ټول اکاډميک نهادونه به ددې کمیټې غړي وي; ترڅو د کاري طرزالعمل رامنځته کولو، د هغې د فعالیت او د هغې د جوړښت څرنګوالي په اړه به د څیړنیزو نهادونو استازو د نظرونو شریکولو وروسته یوه تخنیکي کمیټه جوړه شي.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د سولې په برخه کې څیړنیزو مرکزونو 70 استازو برخه اخیستې وه.
