د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو
د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې د عامه پوهاوي رئیس سید ضیا دانش ددې روزنيزې برنامې د معلومات د وړاندې کولو پرمهال وویل، د داسې برنامو هدف د شخړو د هواري او د سولې فرهنګ په اړه عامه پوهاوي ته وده ورکول دي.
هغه زیاته کړه چې د رواني تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره غوره انتخاب روزنه ده، چې ګډونوال کولاي شي, هغه مفاهمې چې د روزنې پاي کې يې زده کړي دي, د دوی د اوسیدو په ځای کې خلکو سره شريک کړي او د ټولنیز سولې رامنځته کولو لپاره يې وکاروي.
د دې روزنېزې برنامې یو تن ښوونکي حمیدالله ناطق وويل: د داسې برنامو پلي کول کولای شي د ټولنیزو ننګونو په حلولو او د سولې فرهنګ په ترويجولو کې ګټورې واقع شي؛ ځکه چې د سولې مفاهیمو او د شخړو د حل طريقو د زده کړې په اساس، برخه وال کولای شي دا له ټولنې سره شریک کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې پلي کړي.
د یادونې وړ ده, چې دا برنامه به د دریو ورځو لپاره د 25 تنه ګډونوالو په شتون کې چې د مدني ټولنو، د پوهنتون محصلانو او د ښځو حقونو فعالان پکې شمامل دي، ترسره شي.
