د جنېوا کنفرانس په څنډه کې د سولې، پراختیا او امنیت د اړیکې په اړه آنلاین بحث جوړ شو

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۴:۲۵
SMP

د سولې، پراختیا او امنیت ترمنځ د اړیکې تر سرلیک لاندې آنلاین بحث جوړ شو، چې پکې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبوره لیونز او د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د آقاخان بنسټ د پراختیايي شبکې او ناټو سازمان د استازو په ګډون د نورو سازمانانو استازو ګډون کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه بحث په راټولوونه کې د شوو بحثونو پایلې ګټورې وبللې او ویې ویل د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دا ډول بحثونو د کېدو هرکلی کوي او وزارت به هڅه وکړي په دغو بحثونو کې وړاندې شوي نظرونه او وړاندیزونه عملي کړي.
ښاغلي نادري وویل چې د نن ورځې د بحثونو مهم ټکي ښيي چې اړتیا ده د امنیت، پراختیا او سولې په اړه متعادل لید ولرو. نوموړي د خپلو خبر پر دوام وویل چې موږ باید د پراختیا او سولې‌جوړونې په برخو کې پر نوښتونو تمرکز وکړو او د سیمه‌ییزو شخړو حل، د بشري حقونو بنسټيز کول او د ملکي وګړو پر وړاندې د اوږدمهاله تاوتریخوالي راټیټول په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړو. همدا راز په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې او اقتصادي فرصتونو په برخه کې محسوس پرمختګونه ولرو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې چې د ټولو ګډه جګړه ده ملاتړ ته اړتیا لري او موږ په دې برخه کې د وروستیو دوو لسیزو په لاسته‌راوړنو ویاړو.
نوموړي همدا راز د جنېنوا کنفرانس د ترسراوي په اړه وویل چې دا کنفرانس نه‌یوازې له مالي اړخه د افغانستان ملاتړ کوي، بلکې له سیاسي او رواني اړخه هم د افغانستان خلکو ته دا پیغام رسوي چې نړیوالې ټولنې دوی نه دي هېر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۶:۳۱
Background image

د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې لومړۍ ناسته وشوه

 

د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې لومړۍ ناسته وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې ګډون پکې کړی و.
د سولې په چارو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د یوناما له مرستیال سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني د یوناما له مرستیال سټیو بروکېنګ سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړه لوري د افغانستان د. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۴:۲۹
Background image

د هلمند د ښځو غږ د مذاکرې مېز ته رسول کېږي

 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د هلمندیو ښځو د یووالي او غږ ټولنې او د کابل د اوومې ناحیې د ښځو شورا له مسؤولینو سره په. . .

خبرونه