د امن کاروان مشر د اسلامي حزب او اسلامي جمعيت له قومندانانو سره وکتل!

د ا.ا.ا د امن کاروان مشر او جهادي شخصيت الحاج خليل الرحمن حقاني او ددی کاروان رهبرۍ شورا غړو د اسلامي حزب او اسلامي جمعيت له قومندانانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد په سترې تاريخي بريا, اشغال پای ته رسېدو او اتحاد او يووالي باندې بحث او خبرې وشوې.
د دواړو ګوندونو قومندانو د ا.ا.ا مجاهدينو ته د اشغال د پای ته رسېدو مبارکي ورکړه او زياته يې کړه, چې د نوي اسلامي حکومت سره په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د امن کاروان مشر د دوی له راتګ څخه مننه وکړه او زياته کړه, چې افغانستان د ټولو وروڼو قومونو ګډ کور دی او ټول به په ګډه د سولې, امنيت او د هېواد پرمختګ لپاره کار کوو.