د افغانستان ګڼو قومي مشرانو، پوهنتون استادانو او صنعت کارانو په يوه لويه غونډه کې د ا.ا.ا خپل بشپړ ملاتړ او بيعت اعلان کړ.

a.zia
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۷ - ۷:۹
Smp

دغه غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، ورپسې د سولې او امن کاروان د عامه نظم مسؤل او جهادي شخصيت قومندان ارسلا خان خروټي ټولو راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ا.ا.ا په اهدافو رڼا واچوله.

هغه وويل: په تير ګوډاګي نظام کې مو ټول هېواد وال په قومي سمتي او ژبني ډلو ويشل شوي وو او هر چا پکې خپلې شخصي او قومي ګټې کولی.
د هغه په وينا، نور ورته تعصباتو ته د پای ټکی کېښودل شو او ټول به په ګډه او اتحاد سره د هېواد د ابادۍ لپاره کار کوو.
ورپسې د دعوت او ارشاد مسؤل شيخ محمد خالد په اسلام کې د اتحاد او يووالي په ارزښت په تفصيل سره وغږيده او ټول هېواد وال يې يووالي ته روابلل.
نوموړي وويل، دا زموږ د نفاق پايله چې شل کاله مو په اشغال کې ژوند تېر کړ.
استاد احسان الله منور د راغلو استادانو په استازولۍ وينا وکړه او د ا.ا.ا په راتګ يې خوښي څرګنده کړه. هغه وويل: ټول وطنوال د دوی په راتګ خوشحاله دي او له دوی څخه په سر مال بعیت او ملاتړ کوي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر حاجي عبدالجبار ساپي وويل: اوس په ټول هېواد کې امن دی، له صنعت کارانو باج نه اخېستل کېږي. هغه له ټولو پانګوالو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او په خپل هېواد کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
د دغې غونډې په پای کې جهادي شخصيت او امن کاران مشر الحاج خليل الرحمن حقاني ټولو ګډونوالو له راتګ او بيعت څخه مننه وکړه او وويل، چې اشغال پای ته ورسېده او نور به لکه د وروڼو په څېر په هېواد کې په ډاډه زړه ژوند کوو.
هغه له نړيوالې ټولنې او په خاص ډول د امريکا متحده ايالاتونو څخه وغوښتل، چې د ا.ا.ا مشران له تور ليست څخه وباسي او د امريکا د خزانې وزارت له لوری وضعه شوې تور ليست ختم کړي.
هغه وويل، امريکا د افغانستان لس ميليارده ډالر کنګل کړي، د ا.ا.ا ټوله هبري له دوی جدي غوښتنه کوي، بېرته اسلامي امارت ته وسپاري، ترڅو هېواد مو اقتصادي ستونزو سره مخامخ نشي.
هغه زياته کړه، چې نړيوالو د افغانستان سره 2024 کال پورې د مالي تمويل په برخه کې تړون لاسليک کړی او دوی باید دغې تړون ته ژمن پاتی شي.
هغه همدارنګه وويل، د نړيوالو لخوا د افغانستان انشکاف لپاره 32 ميليارده ډالر انکشافي بوديجه جمعه شوي، ترڅو د هېواد ابادۍ او د خلکو سوکالۍ په برخه کې ترې استفادي وشي، دغه پیسې بايد په دومداره توګه افغانستان ته ورکړل شي.

داوطلبی

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

‎هشتمین دور برنامه آموزشی اعمار صلح و حل منازعه آغاز شد

‎هشتمین دور برنامه آموزشی از سلسله ‌برنامه‌های صلح و حل منازعه از سوی ریاست آگاهی عامه وزارت دولت در امور صلح با حضور اشتراک‌کنندگان از مرکز و ولایات آغاز شد.
‎فضل‌الله واثق آمر انسجام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۱:۴۵
Background image

نشست اضطراری رسیدگی به زنان بی‌جاشده برگزار شد

نشست اضطراری به منظور گرفتن نظریات و پیشنهادات جهت حل مشکلات زنان بی‌جاشده در کابل و ولایات از سوی گروه مشورتی صدای واحد زنان در سیاست‌گذاری صلح با همکاری وزارت دولت در امور صلح و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

پرسمان «جنگ و پیامدهای آن میان جامعه مدنی و دولت» برگزار شد

پرسمان جنگ و پیامدهای آن میان جامعه مدنی و دولت به منظور ایجاد رابطه معنادار میان دولت و شهروندان در روند صلح، از سوی ریاست تشکل‌های سیاسی و نهادهای مدنی وزارت دولت در امور صلح، با حضور. . .

همه خبرها