متن بیانیه محمد معصوم ستانکزی، رئیس هیئت مذاکره‌کننده جمهوری اسلامی افغانستان در نشست مشترک

a.zia

تاریخ: ۱۷/۷/۲۰۲۱
بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلي على رسوله الكريم أما بعد!
به اجازه بزرگان محترم، برادران و خواهران حاضر در مجلس،  السلام علیکم و رحمه‌الله و برکاته
-    در جریان ۱۰ ماه گذشته، تلاش‌های زیادی صورت گرفت تا برای حل بحران کشور مذاکرات به یک نتیجه ملموس برسد و آتش جنگ در کشور خاموش گردد. در حالیکه هردو طرف درک می‌کنند که عامل وضعیت  فعلی کشور ریشه در میراث  بیش از چهل سال بحران‌های پیهم و ادامه مداخلات دوامدار دارد و حل آن نیاز به زمان و درک متقابل و ایجاد اعتماد دارد، اما انچه خواست و توقع مردم افغانستان می‌باشد، برآورده نشده است.

-    دولت قطر تمام شرایط لازم را منحیث میزبان خوب و بعضاً مُسهل فراهم کرد تا زمینه برای پیشرفت مذاکرات مساعد گردد. جا دارد که به  نمایندگی از هیئت مذاکره‌کننده جمهوری اسلامی افغانستان از مهمان‌نوازی و حوصله‌مندی شان منحیث میزبان سپاس‌ګزاری نمایم.

-    دا هم یوه جوته خبره ده چې د سولی پروسې تل حتی له جنگ څخه هم پیچلې او سخته وي. د نړۍ او سیمې هیوادونه  د افغانستان اوضاع په دقت او له نږدې څاري. په لومړیو کې هر څوک د خپلو ګټو د خوندي کولو په فکر کې وي، او دغه رقابتونه او اختلافات د دې لامل کیږي چې افغانستان د ځینو هیوادونو لپاره د خپلمنځي جګړو پر میدان بدل شي. یوازنۍ د حل لاره داده چې د سولې خبرې باید ژر تر ژره یوې منطقي او د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ هوکړې ته ورسیږي او جګړه د تل لپاره پای ومومي. د اوسني وضعیت دوام د هیواد د بربادي او د عام ولس سره لویه جفا ده چې هره ورځ په سلګونو انسانان د دې جګړې قرباني کیږي. 

-    زموږ هیله د دواړو خواوو له مشرانو څخه دا ده چې هغه شرایط مساعد کړي چې په ترڅ کې یې  مذاکراتي پلاوي وکولای شي ترڅو د خبرو اترو په عمده او اساسي مسایلو پرمختگ وکړي. که هره خوا په دې فکر وي چې خپل د خوښي شرایط پر بل اړخ باندې تحمیل کړي، دا نا شونې کار دی. مهمه داده چې د هیواد د عام ولس غوښتنې په پام کې ونیول شي او لازم انعطاف وښودل شي او هر خوا د خپلو غوښتنو پوره وضاحت ورکړي. په ابهام کې پرمختګ خورا مشکل کار دی. 

-     د سیاسي ګډ راتلونکي په اړه باید په وضاحت سره خبرې وشي. د عمده او اساسي حل لارې په توګه ورباندې رغنده خبرې وشي چې څنګه دواړو خواوو ته د منلو وړ ګرځیدلی شي. که چیرته نتیجې ته نه رسیږو، نو له دریمګړي او یا هم د هیواد او اسلامي نړۍ له با تجربه اسلامي کار پوهانو څخه مشوره وغواړو چې راسره مرسته وکړي ترڅو د لازمو اصلاحاتو په راوستلو سره د سیاسي مشارکت لپاره پر عملي اقداماتو باندې هوکړې ته ورسیږو.  

-    ټول وايي چې جګړه د حل لاره نده. حتی که یو لوری یا بل لوری په جګړه کې پرمختګ هم کوي دا ناورین به پای ته و نه رسیږي، او لا زیاتو جنګ جګړو او بهرنیو مداخلو لپاره زمینې برابریږي. نو راځئ هوډ وکړو چې جګړه بندوو او پر خبرو زور اچوو ترڅو خلکو ته مو یو ښه زیری ورکړی وي.

-    د تیرو ۱۰میاشتو تجربو داهم وښوده چې د سولې خبرې تمرکز غواړي او د نړۍ موثرو هیوادونو د حمایت یو منظم چوکاټ ته اړتیا شته ترڅو افغانان د سولې لپاره د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې سرګردانه نه وي. د مذاکراتو د کامیابۍ لپاره عمده خبره له دواړو خواوو څخه کلکه سیاسي اراده او تمرکزغواړي چې بلاخره په لنډه موده کې ګډ سیاسي توافق ته ورسیږو. نړیوالې تجربې او زموږ او ستاسو تجربه هم دا ښیي چې رغنده خبرې د بیطرفه مُسهل او یا میانجي له مرستې پرته مثبتې نتیجې ته په سختۍ رسیدلی شي. دا هم یوه لاره ده چې ورڅخه ګټه واخلو او دا پروسه ګړندی کړو.

-    له مشرانو څخه  جزئیاتو باندې بحث نه غواړو بلکې دا غواړو چې د خبرو اترو د ګړندي کیدو لپاره په لوی تصویر کې پر یو لڼډ مهال ویش، له بن بست څخه د تیریدو تدبیر، او د رهنمايي  داسې میکانیزم باندې تفاهم وکړي چې ګړندی او تیز وي . کله چې جګړه روانه وي نو مشران سولې ته  کافي وخت نشي ورکولای او دې ته سترګې په لار وي چې اول دا جنګ او یا هغه جنګ وګټل شي او  بیا په حاشیه کې سولې ته وخت ورکول شي. نو هیله ده چې معکوس کار وکړو: پر سولې تمرکز وشي چې د جنګ ضرورت له منځه ولاړ شی.

-    دواړه خواوی په پوره متقابل احترام سره خبرې کوي، خو د نظریاتو تر منځ فاصله باید را کمه شي په ډیرو کوچنیو سمبولیکو مسایلو په هفتو وخت تیریږي.  بهتره به دا وي چې له وضاحت سره سم د حل په لارې تمرکزوکړو. طریقه باید بدله کړو او انعطاف ولرو. د وخت د تیرولو لپاره هرلوری کولی شی چه بهانې پیدا کړي خو که چیرته اراده او انعطاف وي نو دیر ژر پرمختګ کولای شو. 

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته